لیدلوری
منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
تهران د اسرائیلي ټولنې منزوي شوي  وګړو په نښه کولو سره د ټولنیزو کمزورتیاوو څخه ګټه اخیستونکې یوه پیچلې جاسوسي ستراتیژي رامنځته کړه.
00:00
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
/ TRT Global
20 فبروري 2025

د اسرائیلو لخوا د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور د نږدې ۳۰ وګړو نیول، چې ډیری یې یهودان دي، د تهران د لسیزو راهیسې تر ټولو پراخه نفوذ هڅې په ډاګه کړې.

"دلته یو لویه پدیده شتون لري،" د شین بیټ پخواني لوړپوړي چارواکي شالوم بن حنان وویل. هغه د یهودي وګړو په حیرانوونکي شمیر ټینګار وکړ چې د دولت پر ضد کار کولو ته یې موافقه کړې.

د سرچینو سره مرکې، د محکمې ریکارډونه او رسمي اعلامیې ښيي چې ګومارل شوي کسان هغه خلک وو چې په ټولنه کې منزوي شوي وو - نوي کډوال، د پوځ تښتیدلي، او یو محکوم شوی جنسي مجرم.

د تهران د پخوانیو جاسوسي عملیاتو برعکس چې لوړپوړي کسان لکه سوداګر او د کابینې پخواني وزیران یې په نښه کول، دا نوې څپه د ټولنې پر منزوي شوو برخو متمرکزه وه.

دا نفوذ د اسرائیلو د نیابتي جګړې یعنې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې یې  چې د تهران پوځي شتمنۍ او د متحدینو مشران په نښه کول زیات کړي دي.

په دې وژنو کې د حماس لوړپوړي مشران لکه اسماعیل هنیه، یحیی سنوار او فتح شریف، او د حزب الله لوړپوړي څیرې لکه حسن نصرالله، فواد شکري او هاشم صفي الدین شامل وو.

له شړل شوو څخه تر جاسوسانو

د پولیسو او د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې شین بیټ د وینا له مخې، لږترلږه دوه مظنونین د اسرائیلو له الترا-ارتودوکس ټولنې څخه وو.

په اکتوبر کې په حیفا کې نیونې په څرګنده دا موډل منعکس کړ؛ دا لومړۍ پیښه هم نه وه.

دفاعي شنونکي حمزه عطار د دوو بیلابیلو شړل شوو ډلو - له آذربایجان څخه نوي کډوال او عرب اسرائیلیان - څخه د ایران د بریالي ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

"دا یوه لویه خبره ده،" هغه وویل او تشریح یې کړه چې څنګه ایران وتوانید په دې ټولنو کې نفوذ وکړي چې د اسرائیلي ټولنې له اصلي بهیر څخه لږ څه لرې دي.

"اسرائیل، د یوې وړې او عموماً یو موټي ټولنې په توګه، د بهرنیو جاسوسي سازمانونو لخوا تقریباً نه نفوذ کیدونکې ګڼل شوې ده."

د عطار په وینا، د ایران توان چې ګڼ منزوي شوي ګروپونه په "شتمنۍ" بدل کړي، د استخباراتو یو مهم پرمختګ ښيي.

ډیجیټل ګومارنې شبکه

د اسرائیلو پولیسو د نوامبر میاشتې خبرداري له مخې، د ایران استخباراتي ادارو د ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونو له لارې په منظمه توګه احتمالي کارکوونکي پیژندل.

میتود ځینې وختونه په حیرانوونکي توګه مستقیم و - یو پیغام چې یو اسرائیلي ملکي کس ته لیږل شوی و او رویټرز لیدلی، د معلوماتو په بدل کې یې ۱۵،۰۰۰ ډالر او د اړیکو معلومات ژمنه کړې وه.

ایران همدارنګه په کاناډا او امریکا کې د قفقاز هیوادونو د یهودي شبکو سره اړیکې ونیولې. د یو پخواني اسرائیلي ضد جاسوسۍ چارواکي په وینا چې تر ۲۰۰۷ کال پورې یې کار کاوه، دا په نړۍ کې د احتمالي منزوي شوو یهودي ټولنو په نښه کولو یوه پراخه ستراتیژي وړاندې کوي.

"ګومارل شوو کسانو ته لومړی د پیسو په بدل کې ظاهراً بې ضرره دندې ورکول کیږي، وروسته چارواکي د افرادو او حساسو پوځي زیربناوو په اړه ځانګړي استخباراتي معلومات غواړي،" هغه وویل. عملیات معمولاً د شانتاژ ګواښونو سره ملګري وو.

دا تدریجي لوړیدونکې ستراتیژي د ویکټرسن په قضیه کې روښانه شوه.

د شین بیټ او پولیسو څیړنو وښودله چې هغه لومړی په تل ابیب کې د هایرکون پارک کې ګرافیټي سپرې رنګونو سره لیکنې، پیسې پټول، پوسټرونه نصبول او موټر سوځول غوندې اساسي دندې ترسره کولې، چې له دې فعالیتونو په بدل کې  له ۵،۰۰۰ ډالرو څخه زیاتې پیسې ترلاسه کړې وې.

د امنیتي خدمتونو په وینا، وروسته د نورو جدي عملیاتو لکه وژنو او وسلو برابرولو په اړه ورسره خبرې شوې.

د شین بیټ د اکتوبر ۲۱ اعلامیه د وضعیت جدیت منعکس کړ، دا جاسوسي فعالیتونه یې "د اسرائیل دولت ته د معلومو تر ټولو جدي پیښو څخه یوه" وبلله.

"د دې دسیسو په اړه د تفصیلي عامه اعلامیو د خپرولو پریکړه د اسرائیلو د امنیتي خدمتونو یو حرکت و چې هم ایران او هم په اسرائیلو کې احتمالي خرابکارانو ته دا پیغام ورکړي چې دوی به ونیول شي،" بن حنان تشریح کړه.

"تاسو غواړئ خلکو ته خبرداری ورکړئ. او په ورته وخت کې غواړئ هغو خلکو ته یو مثال وړاندې کړئ چې د دښمن سره د همکارۍ فکر یا پلان کوي."

اسرائیلو د کلونو په اوږدو کې د خپل اصلي دښمن سره په سیوري جګړه کې لوی استخباراتي بریاوې ترلاسه کړې، چې په دې کې د یو لوړپوړي اټومي ساینسپوه د وژل کیدو ادعاوې هم شاملې دي.

د نیونو وروسته رسنیو ته په یوه اعلامیه کې، د ایران د ملګرو ملتونو ماموریت دا نه تایید او نه رد کړل چې آیا دوی اسرائیلیان ګومارل غواړي او ویې ویل چې "د منطقي لید له مخې" د ایران استخباراتي خدمتونه به د داسې هڅو لپاره پر غیر ایراني او غیر مسلمانو افرادو تمرکز وکړي تر څو شک راکم کړي.

وپلټۍ
مسعود پزشکیان: ایران به 'زیاتو غوښتنو ته تسلیم نه شي'
سرګي لاوروف: که ګرینلینډ پوځي سيمه شي، روسیه به 'پوځي اقدامات' وکړي
پوهان: د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلو د اعدام سزا قانون «جدي نړیوالې اغېزې» لري
امریکا به د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نایجیریا ځواکونو د روزنې په موخه ۲۰۰ سرتېري واستوي
د تورکیې ولسمشر په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران وټاکل
پر اوکراین د روسیې برید کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنو ژوند د لاسه ورکړ
په کاناډا کې د غبرګو وسله والو بریدنو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په استانبول کې د ځوانو سوداګرو نړیواله کنګره  ترسره شوه
اندونیزیا وايي د غزې سوله ساتي ځواکونه ښايي ټولټال ۲۰ زره سرتېرو ته ورسېږي.
پولنډ په مسکو کې پر روسي جنرال په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل
ایران خبرداری ورکړ چې امریکا ته د نتنیاهو سفر به په ډیپلوماسۍ 'ویجاړونکی' اغیز ولري
سعودي عربستان په الفاشر کې د چټک غبرګون ځواکونو د ظلمونو غندنه وکړه
په امریکا کې محکمې د ۶۰ زره څخه د زیاتو کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب حق د لغوه کولو لاره هواره کړه
سرګي لاوروف: د اوکراین په اړه خبرو اترو کې لا هم اوږده لاره پاتې ده
په لیبیا کې د امبولانس چورلکې د سقوط له امله پنځه کسان وژل شوي دي