نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر امنیتي پوستې او امبولانسونو بریدونو کې ۳ تنه ووژل شول
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د دوشنبې په ورځ پر یوې نیمه پوځي پوستې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی چې له امله یې ګڼ شمیر افسران ټپیان شوي دي. وروسته برید کوونکو پر دوو امبولانسونو چې د ټپیانو د لیږدول برید وکړ چې په پایله کې یې درې افسران ووژل شول او دوه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر امنیتي پوستې او امبولانسونو بریدونو کې ۳ تنه ووژل شول
د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر امنیتي پوستې او امبولانسونو بریدونو کې ۳ تنه ووژل شول / Reuters

د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر امنیتي پوستې او امبولانسونو بریدونو کې ۳ تنه ووژل شول

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د دوشنبې په ورځ پر یوې نیمه پوځي پوستې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی چې له امله یې ګڼ شمیر افسران ټپیان شوي دي. وروسته برید کوونکو پر دوو امبولانسونو چې د ټپیانو د لیږدول برید وکړ چې په پایله کې یې درې افسران ووژل شول او دوه ژغورونکي ټپیان شول.

دغه برید د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې رامنځته شوی دی. د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو شک کیږي چې دا برید به د پاکستاني طالبانو، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په نوم پیژندل کیږي، کار وي.

د پولیسو ویاند، شوکت خان، ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو له خوا د امنیتي پوستو د په نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو کارول زیات شوي، چې د دا ډول بریدونو د پیچلتیا په اړه یې اندیښنې راپورته کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې په ۷ جلا جلا نقطو هوايي بریدونه وکړل . پاکستان پوځ پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنو وسله والو د وژلو ادعاء وکړه چې د افغانستان له لارې په کلکه توګه رد شوې ده. پاکستاني چارواکو ویلي وو چې دغه بریدونه یې د هغو پاکستاني وسله والو پر پټنځایونو کړي چې په دې وروستیو کې یې په دغه هیواد کې د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه خو افغان چارواکو د پاکستان د ادعا په ردولو سره ویلي دي چې بریدونه ټول د ملکي خلکو په کورونو شوي دي او پدې بریدونو کې ګڼشمیر ملکي وګړو ته چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بله پلوه په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر یوناما هم  ویلي دي چې په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې