نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
د انګلستان لومړي وزیر برنهام ویلي هیله لري په خپل ژوند کې دا وویني چې هیواد يي یو ځل بیا له اروپايي ټولنې سره یو ځای شي.
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي


د انګلستان لومړی وزیر وویل چې د اوس لپاره له اروپايي ټولنې سره بېرته یوځای کېدل کوم انتخاب نه دی.
د انګلستان لومړي وزیر انډي برنهام  څرګنده کړه چې غواړي د خپل ژوند په اوږدو کې انګلستان بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای کیدل وویني، خو په ورته وخت کې یې پر دې هم ټینګار وکړ چې دا اوس مهال حتمي نه ده چې دا انتخاب دې تعقیب شي.

برنهام دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له بي بي سي (BBC) سره په خبرو کې وکړې.  له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا په یوه مناسب او ایډیال حالت کې غواړي چې انګلستان بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي؟

لومړي وزیر یوه شېبه له ځنډ (چپتیا) وروسته وویل: "زه غواړم انتخابونه و ارزوم." د خپرونې چلوونکي د لومړي وزیر د ځنډ په اړه پوښتنه وکړه ، چې ایا دا دوه زړه توب (تردد) په حقیقت کې دې ته اشاره کوي چې غواړې "هو" ووايي، خو له ویلو یې ډډه کوي.

برنهام یې په غبرګون کې وویل: "ما مخکې هم دا خبره کړې ده، د انکار کول کومه مانا نه لري. ما په خپل کتاب کې هم یادونه کړې وه چې زه غواړم د خپل ژوند په اوږدو کې انګلستان له اروپايي ټولنې سره بېرته یوځای ووینم."

انډي برنهام زیاته کړه: "خو دا هغه حالت نه دی چې حتماً دې همدا اوس رامنځته شي. ځکه چې دا باید وپوهېږو چې موږ به له بېلابېلو انتخابونو سره څنګه چلند کوو او ماهیت به یې څه وي."

برنهام دې موضوع ته د رسېدو لپاره څلور احتمالي لارې چارې (لیدلوري) په ګوته کړې: د اوسني وضعیت ساتل، له ګمرکي اتحادیې سره یوځای کېدل، هم له ګمرکي اتحادیې او هم واحد بازار سره یوځای کېدل، او یا بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای کېدل.

 

 

وپلټۍ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي