ایټالیا ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله لسګونه کسان لا درکه شوي دي
د مدیترانې د ژغورنې سازمان او سمندري څار ډلې وویل چې قربانیان د ایټالیا د ساحلي ساتونکو ګزمې کښتۍ ته لیږدول شوي او د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته راوړل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان سږکال په مرکزي مدیترانه کې لږترلږه د ۶۸۳ مړینو راپور ورکړی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده.
د ژغورنې خیریه موسسو ویلي چې د ایټالیا ساحل ته نږدې دوو سوداګریزو کښتیو د ایسټر رخصتۍ پرمهال د لیبیا څخه اروپا ته د تیریدو په هڅه کې د یوې کښتۍ څخه د دوو کډوالو جسدونه وموندل او ۳۲ ژوندي پاتې شوي کسان یې وژغورل، د ژغورل شویو کسانو په حواله یې وویل چې ۷۱ نور په سمندر کې لا درکه شوي دي.
د مدیترانې د ژغورنې سازمان او سمندري څار ډلې وویل چې قربانیان د ایټالیا د ساحلي ساتونکو ګزمې کښتۍ ته لیږدول شوي او د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته راوړل شوي دي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د راپور په اړه کومه تبصره نه لري، د ایټالیا د ساحل ساتونکو سمدلاسه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه. یکشنبه په ایټالیا کې د ایسټر عمومي رخصتي وه.
د ژغورنې خیریه موسسو ویلي چې ژوندي پاتې شویو کسانو ویلي چې د دوی کښتۍ په اصل کې ۱۰۵ مسافر درلودل، چې ۷۱ یې په سمندر کې ورک شوي دي.
سی-واچ سازمان یوه ویډیو خپره کړې چې شاوخوا یوه دولس کسه ګروپ په یوه ډوبه نارنجي کښتۍ کلک نښتي او سوداګریزه کښتۍ ورته نږدې کېږي.
سږکال خراب موسم د مدیترانې سمندر په برخه کې ستونزې رامنځته کړي، د شمالي افریقا د کښتيو د وتلو شمېر یې محدود کړی او هغو کسانو ته یې جدي ستونزې رامنځته کړي چې سمندر ته وتلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اټکل کوي چې سږکال په مرکزي مدیترانه کې لږترلږه ۶۸۳ کسان مړه شوي دي، چې دا د ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.