په ټایلنډ کې په یو وسله وال برید کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د سیمه ییزو رسنیو په وینا برید کوونکي نن دوشنبه د پلازمینې بنګکاک د چاتوچاک په سیمه کې  په اور تور کور بازار کې پر خلکو ډزې وکړې . په دې پېښه کې څلور کسان ووژل شول، او بیا بریدګر خپل ځان هم وواژه.

/ AA

د تايلنډ په پلازمېنه بنګکاک کې د دوشنبې په ورځ د وسله وال برید له امله د مړو شمېر شپږو ته لوړ شو. د ځايي مقاماتو په وینا پدې پيښه کې  بل سخت ټپي امنیتي ساتونکی هم ژوند د لاسه ورکړ.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا برید کوونکي نن دوشنبه د پلازمینې بنګکاک د چاتوچاک په سیمه کې  په اور تور کور بازار کې پر خلکو ډزې وکړې . په دې پېښه کې څلور کسان ووژل شول، او بیا بریدګر خپل ځان هم وواژه.

ویل کیږي برید کوونکی د یو امنیتي شرکت پخوانی کارکونکی دی چې ۶۱ کاله عمر لري. برید کوونکي د هغه امنیتي شرکت پر کارکوونکو چې پخوا دې هم پکې کار کړی وو برید وکړ. وروسته په بازار کې په یوې څوکۍ کیناست او خپل ځان يي هم وویشته.

چارواکو د دې پېښې د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.