نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان لوی درستیز منیر له افغانستانه غوښتي د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان  ترمنځ یو غوره کړي
د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر ویلي، چې دوی د افغانستان ادارې ته یې پیغام استولی چې "باید د پاکستان سره د اړیکو ساتلو یا د پاکستاني طالبانو (TTP) ملاتړ کولو ترمنځ یو انتخاب وکړي."
پاکستان لوی درستیز منیر له افغانستانه غوښتي  د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان  ترمنځ یو غوره کړي
عاصم منیر / AP

د پاکستان لوی درستیز منیر له افغانستانه غوښتي چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان  ترمنځ یو غوره کړي

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر ویلي، چې دوی د افغانستان ادارې ته یې پیغام استولی چې "باید د پاکستان سره د اړیکو ساتلو یا د پاکستاني طالبانو (TTP) ملاتړ کولو ترمنځ یو انتخاب وکړي."

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې منیر د راولپنډۍ په ښار کې د دفاعي ځواکونو په مرکزي دفتر کې وینا کړې.

منیر افسرانو ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی افغانستان ته "یو روښانه پیغام" ورکړی او زیاته یې کړه: "د کابل اداره باید پرېکړه وکړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ساتي او که له ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره."

منیر وویل چې په دې وروستیو کې ترسره شوي عملیات "د راتلونکي جنګي ډاکټرین یوه بېلګه ده" او په جګړو کې د دوی د بریاوو له امله یې د پاکستان سمندري او هوايي ځواکونو پرسونل ته جایزې ورکړې.

منیر د هند په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل: "هند باید په دې اړه هېڅ ډول غلط فهمۍ کې پاتې نه شي چې د پاکستان راتلونکی ځواب به ډېر ګړندی او خورا سخت وي."

جنرال منیر په دې خبرې ټینګار وکړ چې پاکستان یو سوله خوښی هېواد دی، خو زیاته یې کړه چې "د هېواد حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، سولې او ثبات ازمویلو ته به هېڅکله اجازه ورنکړل شي."

منیر د ولسمشر اصف علي زرداري له خوا د اساسي قانون د هغه تعدیل له مخې چې تصویب او نافذ شو، د دفاعي ځواکونو د قوماندان او لوی درستیز په توګه ټاکل شوی و.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې توګه د  خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې زیات شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې، هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې TTP په افغانستان کې مېشته ده او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان اداره دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر دي.

د بلوچستان ازادۍ پوځ غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستانه جلا شي او بلوڅ خلک پر دې سیمې واکمن شي.

 

وپلټۍ
روسیه: "د اوکرایین جاسوس" چې د انګلیس ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول ونیول شو
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی