نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
زیلنسکي: اوکراین په روسیه کې د تېلو او کیمیاوي موادو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په وینا، اوکرایني ځواکونو د روسیې د تولا (Tula) په سیمه کې د "ازوټ" (Azot) کیمیاوي فابریکه ویشتلې ده.
زیلنسکي: اوکراین په روسیه کې د تېلو او کیمیاوي موادو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي
زیلنسکي: اوکراین په روسیه کې د تېلو او کیمیاوي موادو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې کیف د روسیې د یاروسلاویل (Yaroslavl) یپه سیمه کې د تېلو په یوه تاسیساتو برید کړی، چې د مسکو د تېلو د زېرمو لپاره یو مهم مرکز بلل کیږي.

زیلنسکي د یکشنبې په ورځ په اېکس (پخواني ټویټر) کې په یو پوسټ کې، وویل چې اوکرایني ځواکونو د روسیې د تولا په سیمه کې د "ازوټ" کیمیاوي فابریکه هم په نښه کړې ده. هغه دا فابریکه د مسکو د چاودیدونکو توکو د تولید د وړتیا لپاره حیاتي وبلله.

هغه وویل چې د شنبې له ماښام راهیسې د روسیې په شپږو هوایي ډګرونو کې پر الوتنو محدودیتونه لګول شوي او د روسیې په ۲۸ سیمو کې د هوایي بریدونو خبرداری  ورکړل شوی دی. زیلنسکي دا ادعا هم وکړه چې اوکرایني ځواکونو د روسیې تر کنټرول لاندې اوکرایني سیمو کې په پوځي لوژستیکي اهدافو هم بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "اوکراین د روسیې په وړاندې د خپلو اوږد واټن بندیزونو پلان او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روسیې د انکار په ځواب کې، د ټاکل شویو منځني واټن بریدونو دندې ترسره کوي."

نوموړي وویل چې کیف مسکو ته "د مذاکراتو هر ډول بڼه" وړاندې کړې وه، خو د روسیې ځواب "د تېري دوام او د هغه د پراخولو هڅې" وې. زلنسکي وویل: "دا په منطقي ډول مانا لري چې جګړه بېرته خپل پیل ځای (روسیې) ته ورګرځي."

د ډرون "پراخ" برید

په یو جلا بیان کې، زلنسکي روسیه تورنه کړه چې په تېره یوه اونۍ کې یې پر اوکراین ۱۹۲۰ بریدګر ډرونونه، ۱۷۹۰ لارښود شوي بمونه او ۱۷ ډوله توغندي توغولي دي.

بلخوا، روسي چارواکو وویل چې په یاروسلاویل سیمه کې د اوکراین د ډرونونو په یو "پراخ" برید کې د سون توکو صنعتي زېرمې لګېدلي دي. د یادې سیمې والي، میخایل ایورایف، پر خواله رسنیو وویل چې د مسکو په لور ترافیک بند شوی او بیړنۍ ډلې د اور مړولو په حال کې دي.

د تولا والي، دمیتري میلایف، په ټیلیګرام کې ولیکل چې د ویشتل شویو اوکرایني ډرونونو ټوټې په "نووموسکوفسک" ښار کې د یوې صنعتي تصدۍ په انګړ کې لوېدلي دي. هغه وویل چې بیړني خدمتونه په کار بوخت دي او د اوښتي زیان اندازه معلومیږي.

د روسیې د انرژۍ پر زیربناوو د اوکراین بریدونه په وروستیو میاشتو کې ډېر شوي دي. د جون په پیل کې، زلنسکي ادعا کړې وه چې اوکرایني ځواکونو د جنوري او مې میاشتو ترمنځ د روسیې ۱۵ د تېلو تصفیه خانې ویشتي، او ادعا یې وکړه چې د مې تر میاشتې پورې د روسیې د تېلو د تصفیې نږدې ۴۰ سلنه اصلي ظرفیت له کاره لوېدلی و.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه