امریکایي سناتور جیف مرکلې د امریکا د مشرانو جرګې ته یوه مسوده وړاندې کړې چې پکې د فلسطین دولت د په رسمیت پیژندولو غوښتنه کړې ده.
مرکلې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندل یوازې یو عملي ګام نه دی چې امریکا یې د داسې راتلونکي جوړولو لپاره اخیستلی شي چې فلسطینیان او اسرائیلیان په ازادۍ، عزت او امنیت کې ژوند وکړي، بلکې دا یو سم ګام هم دی چې باید واخیستل شي."
مرکلې زیاته کړه: "امریکا د مشرۍ مسؤلیت لري او اوس د اقدام وخت دی."
په دې مسوده کې له امریکا غوښتنه شوې چې د نړیوالو قوانینو او د دوو دولتونو د حل د اصولو سره سم، د یوه خوندي اسرائیل ترڅنګ، یو بې وسلې فلسطین په رسمیت وپېژني.
مرکلې وویل چې دا وړاندیز یوه "بېله لار" په ګوته کوي چې "د سمدستي اوربند، د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو او د بشري مرستو د ننوتلو" سره پیل کیږي او "د دوو خلکو لپاره د دوو دولتونو" پروسې سره دوام کوي، کوم چې "د راتلونکي سولې او سوکالۍ لپاره یو بنسټ او د دې لپاره یوازینۍ عملي لار ده." هغه زیاته کړه: "که موږ نه غواړو چې راتلونکی نسل له ورته ناامنۍ او کړاو سره مخ شي، نو د فلسطین د دولت هدف نور نشي ځنډول کېدای."
د دې مسودې ملاتړ سناتورانو کریس وان هولن، ټیم کین، برني سنډرز، پیټر ویلچ، ټینا سمیت، ټامي بالډوین او مازي هیرونو په ګډه کړی دی.
د فلسطین په رسمیت پېژندلو کې زیاتوالی
دا پریکړه لیک په داسې وخت کې وړاندې کیږي چې د فلسطین د په رسمیت پېژندلو لپاره نړیوال حرکت زور اخیستی، چې د روان کال په پیل کې د اسپانیا، ایرلینډ او ناروې په ګډون د اروپایي هیوادونو ګامونو او په ملګرو ملتونو (UN) کې د بحثونو بیا راژوندي کېدو سره تړاو لري. د ملګرو ملتونو له ۱۴۰ څخه ډېر غړي هېوادونه لا دمخه د فلسطین حاکمیت په رسمیت پېژني.
امریکا، چې د اسرائیلو تر ټولو نږدې متحد دی، په تاریخي توګه یې دې ډول پریکړه لیکونو او مسودو مخالفت کړی او د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ پر مستقیمو خبرو اترو ټینګار کوي. تل ابیب په تیرو وختونو کې دا ډول خبرې اترې سبوتاژ کړې دي.
د مرکلې لخوا وړاندې شوې مسوده په کانګرس کې د محاصرې لاندې غزې د بشري ناورین او د سیاسي پرمختګ د نشتوالي په اړه مخ پر زیاتیدونکې ناهیلۍ په ګوته کوي.
د په رسمیت پېژندلو د پریکړې مدافعین استدلال کوي چې سره له دې چې اسرائیل په غزه کې خپله نسل وژنه او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ته دوام ورکوي، دا به یو روښانه پیغام ورکړي چې امریکا د فلسطینیانو د حقونو او یو سیاسي لیدلوري ملاتړ کوي.
د پریکړه لیک دا مسوده په سنا کې له یوې سختې مبارزې سره مخ ده، چیرې چې د دواړو ګوندونو لوی اکثریت له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین د یو اړخیز په رسمیت پېژندلو سره مخالفت کوي. سره له دې، د دې پریکړه لیک مسوده وړاندې کول یو سمبولیک بدلون په ګوته کوي، ځکه چې دا د لومړي ځل لپاره رسمي په رسمیت پېژندنه د قانون جوړونې اجنډا ته راوړي.
د امریکا په وسلو د اسرائیلو له خوا نسل وژنه
اسرائیلي پوځ، چې د اوربند نړیوالې غوښتنې یې رد کړې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې په خپله نسل وژنه کې له ۶۵،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژلي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. په دې شمېر کې هغه نږدې ۱۱،۰۰۰ فلسطینیان شامل نه دي چې ګومان کیږي د ویجاړو شویو کورونو تر کنډوالو لاندې ښخ شوي دي. کارپوهان اټکل کوي چې د اصلي تلفاتو شمیر د غزې د چارواکو له خوا د راپور شوي شمیر څخه خورا ډېر دی او ممکن شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ ته ورسیږي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع پخواني وزیر یوف ګالنټ د جنګي جنایتونو او په غزه کې د بشریت ضد جنایتونو له امله د نیولو امر صادر کړی. اسرائیل د غزې د جګړې له امله د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې له قضیې سره هم مخ دی.
ملګرو ملتونو پریکړه کړې چې اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه کړې ده.
له بلې خوا، واشنګټن خپل اوږدمهاله متحد، اسرائیل ته هر کال ۳.۸ ملیارده ډالر پوځي مرستې ځانګړې کوي. د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، متحده ایالاتو په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې او له ګاونډیو هیوادونو سره د هغې د جګړې د ملاتړ لپاره له ۲۲ ملیاردو ډالرو ډېر لګښت کړی دی.
که څه هم د امریکا ځینو لوړپوړو چارواکو په غزه کې د ملکي وګړو د لوړې مرګ ژوبلې له امله پر اسرائیلو نیوکې کړې، خو واشنګټن تر دې دمه د وسلو پر لېږد د شرطونو لګولو له غوښتنو سره مخالفت کړی دی.
د "بهرنیو اړیکو شورا" په نوم د امریکایي څیړنیز مرکز په وینا، متحده ایالاتو له ۱۹۴۶ کال راهیسې اسرائیل ته د انفلاسیون په پام کې نیولو سره له ۳۱۰ ملیاردو ډالرو ډېرې پوځي او اقتصادي مرستې ورکړې دي.













