اسرائیلو پر غزې د بریدونو سره اوربند یو ځل بیا د خپو لاندې کړ

د شنبې په ورځ وختي، اسرائیلي توپخانې د غزې په بېلابېلو سیمو ډزې وکړې، او په ورته وخت کې پوځ د دې تړانګې په سویل کې د خان یونس ختیځ ته د ودانیو په نښه کولو سره ویجاړونکي عملیات ترسره کړل.

By
اسرائیلو پر غزې د بریدونو سره اوربند یو ځل بیا د خپو لاندې کړ / AA

اسرائیلو پر غزه توپچي بریدونه کړي او خان یونس ته نږدې ودانۍ یې ویجاړې کړې دي

پر غزه د اسرائیلو د توپچي، سمندري او ویجاړونکو بریدونو له امله چې ملکي وګړي یې اغېزمن کړي، د اوربند سرغړونې لا هم دوام لري.

د شنبې په ورځ وختي، اسرائیلي توپخانې د غزې په بېلابېلو سیمو ډزې وکړې، او په ورته وخت کې پوځ د دې تړانګې په سویل کې د خان یونس ختیځ ته د ودانیو په نښه کولو سره ویجاړونکي عملیات ترسره کړل. دا بریدونه د اوربند د هوکړې د هغو ورځنیو سرغړونو برخه ده چې د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې په دوام لري.

عیني شاهدانو "آنادولو" خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیلي توپخانې د غزې ښار او د جبالیا ښارګوټي ختیځې برخې په نښه کړې دي. هغوی زیاته کړه چې پوځ د خان یونس په ختیځ کې د کورونو او ودانیو د نړولو عملیات ترسره کړل، چې له امله یې یوه لویه چاودنه رامنځته شوه او غږ یې د غزې په ډېرو برخو کې واورېدل شو. همدارنګه اسرائیلي کښتیو د رفح او خان یونس د ساحلونو په لور ډزې کړي او یوې اسرائیلي هیلیکوپټرې هم پر رفح ډزې کړې دي.

د اوربند سرغړونې

سره له دې چې د امریکا ادارې په جنوري کې اعلان وکړ چې د هوکړې دویم پړاو پیل شوی، اسرائیلو د اوربند سرغړونو ته دوام ورکړی دی. په دې پړاو کې له غزې څخه د اسرائیلو نور وتل او د بیارغونې هڅې شاملې دي، چې ملګري ملتونه یې لګښت شاوخوا ۷۰ ملیارده ډالره اټکلوي.

دغه اوربند د اسرائیلو هغه بریدونه ودرول چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پیل شوي وو، چې په ترڅ کې یې نږدې ۷۲،۰۰۰ فلسطینیان ووژل شول او له ۱۷۱،۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې د غزې په سلو کې ۹۰ زیربناوې ویجاړې شوې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اوربند سربېره د اسرائیلو پوځ خپلو سرغړونو ته دوام ورکړی چې له امله یې تر اوسه ۵۷۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱،۵۱۸ نور ټپیان شوي دي.