نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ امریکا ته د راانتقال شوو ټول افغان کډوالو د بیا څیړولو غوښتنه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن ادارې پر مهال امریکا ته د راانتقال شوو ټولو افغان کډوالو د بیا څېړنې غوښتنه کړې. دا پریکړه وروسته له هغه  وشوه چې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتیرو برید کوونکی افغان کډوال تثبیت شو .
ټرمپ امریکا ته د راانتقال شوو ټول افغان کډوالو د بیا څیړولو غوښتنه وکړه
ټرمپ امریکا ته د راانتقال شوو ټول افغان کډوالو د بیا څیړولو غوښتنه وکړه / Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یو افغان کډوال لخوا سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارد پر سرتیرو د وسله وال برید نه وروسته  د افغان کډوالو د بیا څېړنې غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر د واشنګټن برید "یو ترهګریز عمل" بللی او  پلازمینې  ته یې د ۵۰۰ نورو سرتېرو د استولو امر کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن ادارې پر مهال امریکا ته د راانتقال شوو ټولو افغان کډوالو د بیا څېړنې غوښتنه کړې. دا پریکړه وروسته له هغه  وشوه چې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتیرو برید کوونکی افغان کډوال تثبیت شو . ویل کیږي برید کوونکی افغان کډوال په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته راانتقال شوی وو.

د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیویي بیانیه کې، ټرمپ دغه ډزې "سپینې ماڼۍ ته څو قدمه لرې یو وحشیانه کمین ډوله برید" وباله او ویې ویل چې پر سرتېرو د شکرانې رخصتۍ په شپه "له نږدې واټنه" ډزې شوي دي.

هغه وویل: "دا ناوړه برید د شر، کرکې او ترهګرۍ عمل و. دا زموږ د ټول ملت پر وړاندې یو جرم و. دا د بشریت ضد جرم و."

ټرمپ زیاته کړه چې دا برید "یو ترهګریز عمل و" او ویې ویل چې د ملي ګارد پر وړاندې برید د امریکا لپاره "تر ټولو لوی ملي امنیتي ګواښ" دی.

هغه دا ادعا هم وکړه چې پخوانۍ ادارې "له ټولې نړۍ څخه ۲۰ میلیونه بې اسنادو بهرنیانو" ته له مناسبې څېړنې پرته هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړې وه.

هغه وویل امریکا باید "هر هغه بهرنی وګړی چې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستانه داخل شوی، بیا وڅېړي" او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پېښه "د زغملو وړ نه ده."

ټرمپ وویل: "موږ به د هغو کسانو لخوا چې باید زموږ په هېواد کې نه وي، پر قانون او نظم دا ډول برید ونه زغمو."

"امریکا به د ترهګرۍ په وړاندې تسلیم نه شي او موږ به اجازه ورنکړو چې له هغه ماموریت څخه راوګرځول شو چې زموږ سرتېرو په ویاړ سره ترسره کاوه."

ټرمپ وویل شکمن کس، چې سخت ټپي شوی، "له چټک او حتمي عدالت سره به مخ شي،" او زیاته یې کړه: "که هغه مرمۍ چې پرې لګېدلې، دا کار ونکړي، موږ به د دې وحشیانه برید عامل چټک او حتمي عدالت ته راکش کړو."

ولسمشر وویل چې له برید وروسته یې واشنګټن ډي سي ته د ۵۰۰ نورو سرتېرو د ځای پر ځای کولو لارښوونه هم کړې ده.

دغو ډزو په پلازمېنه کې سیاسي بحثونه ګرم کړي او د جرم او امنیت په اړه د ټرمپ پر تګلاره یې بیا تمرکز راجلب کړی، په شمول په ټول ښار کې د ملي ګارد د واحدونو پر شتون او ځای پر ځای کولو.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ