منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
حزب‌الله د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په سویل کې د اسرائیلي پوځیانو، نظامي وسایطو او سنګرونو پر وړاندې ۲۴ پوځي عملیات ترسره کړي دي.
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ


دغې لبناني ډلې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ترسره شویو بریدونو کې د ډرون الوتکو ډله ییز بریدونه، د میرکاوا (Merkava) ټانکونو ویشتل او حداقه  ته نږدې له اسرائیلي سرتېرو سره مخامخ نښتې شاملې وې.

حزب‌الله د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په سویل کې د اسرائیلي پوځیانو، نظامي وسایطو او سنګرونو پر وړاندې ۲۴ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

دغې ډلې ویلي چې دا بریدونه د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په واسطه د اسرائیلو له خوا د اوربند د پرله پسې سرغړونو او پر ملکي وګړو او ښارګوټو د بریدونو په غبرګون کې شوي دي. په یو لړ بیانونو کې، حزب‌الله وویل چې ډېری بریدونه پر حداقه ښارګوټي تمرکز درلود، چېرته چې د دوی جنګیالیو له پرمختلونکو اسرائیلي ځواکونو او زغره والو واحدونو سره د وروستیو ورځو یوې تر ټولو سختې جګړې کې برخه اخیستې وه.

د حزب‌الله په وینا، پرله پسې ډرون بریدونو د اسرائیلي پوځیانو ټولګې او نظامي موقعیتونه په نښه کړل، په داسې حال کې چې لږترلږه څلور میرکاوا ټانکونه او دوه ډي-۹ (D9) بلډوزرونه هم په جلا عملیاتو کې وویشتل شول.

دغې ډلې دا هم وویل چې جنګیالیو یې د حداقه په لور د پرمختلونکو اسرائیلي ځواکونو مقابله وکړه او د هغوی ملاتړي واحدونه یې د نږدې ۳۰ دقیقو لپاره د توپخانې او توغندیو تر برید لاندې ونیول.

دوی زیاته کړه چې په مرکزي برخه کې یې یو اسرائیلي هیرمس ۴۵۰ (Hermes 450) ډرون د ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي په واسطه په نښه کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ، اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې د لبنان په سویل کې د یوې چاودېدونکې بې پیلوټه الوتکې د لوېدو له امله اووه سرتېري، چې دوه یې افسران دي، ټپیان شوي دي. پوځ وویل چې یوه ښځینه سرتېره سخته ټپي شوې، په داسې حال کې چې دوه افسران او دوه نور سرتېري په منځنۍ کچه ټپیان شوي او دوو نورو ته سپک ټپونه اوښتي دي.

په ټول لبنان کې د اسرائیلو بریدونه د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د هوکړې سره سره دوام لري، چې په رسمي ډول د اپریل په ۱۷مه نافذ شو او وروسته د جولای تر پیل پورې وغځول شو.

د لبناني چارواکو په وینا، د مارچ له ۲مې راهیسې، اسرائیلو پر لبنان پراخ بریدونه پیل کړي چې له امله یې ۳۰۷۳ کسان وژل شوي، ۹۳۶۲ نور ټپیان شوي او تر ۱.۶ ملیون ډېر کسان بې ځایه شوي دي، چې دا د دغه هېواد د ټول نفوس شاوخوا پنځمه برخه جوړوي.

 

وپلټۍ
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.