تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان د اسد وروسته د سوریې پرمختګ ستایلی او د ملي یووالي لپاره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه
ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ د تورکیې په ټولنیزه شبکه 'اېن‌سوسیال' (NSosyal) کې په یوه خپاره کړي پیغام کې، د ډسمبر د اتمې نېټې د انقلاب د لومړۍ کلیزې ستاینه وکړه.
اردوغان د اسد وروسته د سوریې پرمختګ ستایلی او د ملي یووالي لپاره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه
اردوغان د اسد وروسته د سوریې پرمختګ ستایلی او د ملي یووالي لپاره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه / AA

اردوغان د اسد وروسته د سوریې پرمختګ ستایلی او د ملي یووالي لپاره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا پر خوندیتوب او په دغه هېواد کې د ټولو پرګنو ترمنځ د ټولنیزې سولې پر ملاتړ د انقرې پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کوي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېر یو کال کې "سره له ټولو سختیو، ورانکارو هڅو او پارونو" د سوریایانو له خوا د شوي پرمختګ ستاینه وکړه.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ د تورکیې په ټولنیزه شبکه 'اېن‌سوسیال' (NSosyal) کې په یوه خپاره کړي پیغام کې، د ډسمبر د اتمې نېټې د انقلاب د لومړۍ کلیزې ستاینه وکړه، چې د هغه په وینا له کلونو ظلم، سترو قربانیو، ژورو کړاوونو او بې شمېره سختیو وروسته یې سوریایان ازاد کړل.

هغه زیاته کړه، چې د پخواني رژیم او ترهګرو ډلو په بریدونو کې شهیدان شوي کسان په رحمت سره یادوي او زیاته یې کړه: "د سوریې د ډسمبر د اتمې د ازادۍ په ورځ، زه ورور سوریایي ولس ته د تورکیې له زړه کومي سلامونه او خپله مینه وړاندې کوم."

د تورکیې ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې ترکیه به "د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې، په هېواد کې د ټولو پرګنو ترمنځ د ټولنیزې سولې په ټینګښت کې د مرستې، او په سیمه کې د سولې او ثبات د مرکز په توګه د دې هېواد د راڅرګندېدو لپاره ټول اړین ملاتړ ته دوام ورکړي."

اسد، چې نږدې ۲۵ کاله د سوریې مشر و، تېر ډسمبر روسیې ته وتښتېد او په دې سره یې د بعث ګوند رژیم، چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې واکمن و، پای ته ورساوه. د شرع نوې انتقالي اداره په جنورۍ کې جوړه شوه.

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ