نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا سترې محکمې د ټرمپ حکومت ته ناقانونه کډوال جنوبي سوډان ته د ډیپورت کولو مخه پرانیسته.
د امریکا سترې محکمې  د پنجشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې چارواکي کولی شي چې کډوالو دریم هیوادونو ته ولیږي. همداشان ډیری قاضیانو د ټیټو محکمو هغه پریکړه چې کډوالو ته د هغوې د خپلو اصلي هیوادونو پرته دریم ګړو خطرناکو هیوادونو ته په لیږولو د اعتراض حق ورکوي
د امریکا سترې محکمې د ټرمپ حکومت ته ناقانونه کډوال جنوبي سوډان ته د ډیپورت کولو مخه پرانیسته.
/ Reuters

د امریکا سترې محکمې د ټرمپ حکومت ته ناقانونه کډوال جنوبي سوډان ته د ډیپورت کولو مخه پرانیسته.

د امریکا سترې محکمې  د جنوبي سوډان په څیر جګړه ځپلو هیوادونو ته د کډوالو د ډیپورت کولو مخه پرانیسته. د ویلو ده چې د ټرمپ حکومت د مې په میاشت کې یو زیات شمیر کډوال پرته ددې چې دوې یا د هغوې مدافع وکیلانو ته خبر ورکړي په الوتکه کې سپاره او جنوبي سوډان ته ولیږل. دې مسئلې د بشري حقونو د سازمانونو او لیږل شوو کډوالو د مدافع وکیلانو سخت غبرګون وپارو.

د امریکا سترې محکمې  د پنجشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې چارواکي کولی شي چې کډوالو دریم هیوادونو ته ولیږي. همداشان ډیری قاضیانو د ټیټو محکمو هغه پریکړه چې کډوالو ته د هغوې د خپلو اصلي هیوادونو پرته دریم ګړو خطرناکو هیوادونو ته په لیږولو د اعتراض حق ورکوي.

د سترې محکمې دا وروستۍ پرېکړه څرګندوي چې د جنوبي سوډان الوتکه چې څو اونۍ وړاندې ځنډېدلې وه، اوس خپل سفر بشپړولی شي.

دغه پرېکړه د فدرالي قاضي براین مورفي د موندنو خلاف ده، چې په ماساچوسټس کې یې ویلي وو چې د هغه امر د دغو کډوالو په اړه لا هم پر ځای دی، که څه هم سترې محکمې د هغه پراخه پرېکړه لغوه کړې ده.

د ټرمپ ادارې د قاضي موندنه "غیرقانوني سرغړونه" وبلله.

د کډوالو برخلیک په اړه اندېښنې

لیبرال قاضیانو، سونیا سوټومایور او کټنجی براون جکسن، د دې پرېکړې مخالفت وکړ.

سوټومایور وویل: "حکومت غواړي په عملي ډول هغه اته تنه  غیر اتباع  چې په غیر قانوني توګه له  امریکا ویستل شوي وو پرته له دې چې د دې احتمال په پام کې ونیسي چې دوی به له شکنجې یا مرګ سره مخ شي له جیبوتي څخه جنوبي سوډان ته واستوي او ددې هیواد ځايي چارواکیو ته وسپاري.

هغې زیاته کړه: "نننۍ پرېکړه یوازې یوه خبره روښانه کوي: نور مدعیان باید د اصولو پیروي وکړي، خو اداره د سترې محکمې سره مستقیمه اړیکه لري."

دا هڅه د ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ادارې له خوا د کډوالو پر وړاندې د پراخو فشارونو په ترڅ کې ترسره کېږي، چې ژمنه یې کړې چې په امریکا کې په غیر قانوني توګه میشت په میلیونونه کسان به وشړي.

چارواکو له نورو هېوادونو سره موافقې ته رسېدلي چې که دوی په چټکۍ سره کډوال خپلو هېوادونو ته نه شي استولی، نو هغوی به په دغو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي. هغه اته کسان چې د مې په میاشت کې جنوبي سوډان ته واستول شول، په امریکا کې د جدي جرمونو په تور محکوم شوي وو.

مرفي، چې د دیموکرات ولسمشر جو بایډن لخوا نومول شوی و، دریم هیوادونو ته د اخراج مخه نه ده نیولې. خو هغه وموندله چې کډوال باید ریښتینی فرصت ولري چې استدلال وکړي که بل هېواد ته واستول شي، نو له شکنجې سره مخ کېدای شي.

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ