په ابوظبۍ کې د توغندي د شنډولو پر مهال دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
چارواکو ویلي چې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د یوه شنډ شوي بالستیک توغندي د ټوټو راپرېوتو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په ابوظبۍ کې د توغندي د شنډولو پر مهال دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي / Reuters
چارواکو ویلي چې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د یوه شنډ شوي بالستیک توغندي د ټوټو راپرېوتو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ابوظبۍ د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې دا پېښه پر "سویهان" سړک وروسته له هغه رامنځته شوه چې هوايي دفاعي سیسټمونو یو بالستیک توغندی په بریالیتوب سره شنډ کړ. په بیان کې زیاته شوې چې د توغندي د پاتې شونو (پرچو) راپرېوتو دوه ناپېژانده کسان وژلي، درې نور یې ټپیان کړي او یو شمېر موټرو ته یې هم زیان اړولی دی.