تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
فیدان وویل چې ایران ښایي د پردې تر شا ډیپلوماسۍ ته چمتو وي
د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، که څه هم ایران له امریکا سره د خبرو پر مهال د برید له امله د خیانت احساس کوي، خو داسې فکر کوي چې ایران ښايي "یوې معقولې پټې ډیپلوماسۍ" ته چمتو وي.
فیدان وویل چې ایران ښایي د پردې تر شا ډیپلوماسۍ ته چمتو وي
فیدان وویل چې ایران ښایي د پردې تر شا ډیپلوماسۍ ته چمتو وي / AP

د تورکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې دا مهال درېدلي، خو باور لري چې تهران ښایي غیر رسمي ډیپلوماټیکو چینلونو ته چمتو وي.

فیدان وویل چې په سیمه کې د جګړې فضا د رسمي ډیپلوماسۍ پرمخ وړل ستونزمن کړي دي.

فیدان د شنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس ته په خبرو کې وویل: "اوسني شرایط د ډیپلوماسۍ لپاره ډېر مناسب نه دي." هغه زیاته کړه چې ایرانیان له واشنګټن سره د اټومي خبرو پر مهال د برید له امله "د خیانت احساس کوي".

فیدان وویل: "زما په اند، دوی هر ډول معقولې پټې ډیپلوماسۍ ته چمتو دي."

د بهرنیو چارو وزیر فیدان ټینګار وکړ چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په حال کې، د تورکیې لومړیتوب له جګړې څخه ځان لرې ساتل دي.

فیدان وویل: "زه پوهیږم چې موږ لمسول کېږو او ولمسول به شو، خو زموږ موخه همدا ده." هغه زیاته کړه: "موږ غواړو له دې جګړې څخه بهر پاتې شو."

د نتنیاهو په مشرۍ اسرائیل د خپلو موخو لپاره 'دښمن ته اړتیا لري'

فیدان همداراز په سیمه کې د اسرائیلو پر سیاستونو نیوکه وکړه او استدلال یې وکړ چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ اسرائیل په دوامداره توګه سیمه ییز لوبغاړي د ګواښ په توګه معرفي کوي.

د بهرنیو چارو وزیر فیدان وویل: "ترڅو چې نتنیاهو وي، (اسرائیل) به تل یو څوک د دښمن په توګه تعریفوي."

"ځکه دوی د خپلو موخو د پرمخ وړلو لپاره دې ته اړتیا لري. که ترکیه نه وي، نو له سیمې به بل کوم هېواد په نښه کړي."

فیدان پر اسرائیل تور ولګاوه چې د امنیت پر ځای د خاورې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

فیدان وویل: "هغه څه چې دوی یې په لټه کې دي امنیت نه، بلکې نوره خاوره ده." هغه زیاته کړه: "ترڅو چې دوی له دې فکر څخه لاس وانخلي، په منځني ختیځ کې به تل جګړه وي."

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله