نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پوتین خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې به لویدیځ ځواکونه د دوې'مشروع هدفونه' وي
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون اعلان وکړ ۲۶ هېوادونو د اوکراين د جګړې وروسته د امنيتي تضمينونو ژمنه کړې ده، چې ښايي د يو نړيوال ځواک په بڼه پر ځمکه، په سمندر او هوا کې شامل وي.
پوتین خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې به لویدیځ ځواکونه د دوې'مشروع هدفونه' وي
/ Reuters

پوتین خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې به لویدیځ ځواکونه د دوې'مشروع هدفونه' وي

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون اعلان وکړ ۲۶ هېوادونو د اوکراين د جګړې وروسته د امنيتي تضمينونو ژمنه کړې ده، چې ښايي د يو نړيوال ځواک په بڼه پر ځمکه، په سمندر او هوا کې شامل وي.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين خبرداری ورکړی چې که هر ډول بهرنۍ پوځيان اوکراين ته ولېږل شي، مسکو به هغوی مشروع هدف وګڼي، خو ټينګار يې کړی چې که د سولې تړون لاسليک شي، نو د دغو ځواکونو شتون به نور اړين نه وي.

پوتين د جمعې په ورځ د ولادیووستوک په ختيځ اقتصادي فورم کې خبرې کولې د پنجشنبې د ورځې د پاریس غونډې ته يې اشاره وکړه، چې "د چمتو هېوادونو ائتلاف" د اوکراين د ملاتړ ژمنې کوي او ويې ويل چې له اوربند وروسته به سیمې ته پوځیان ولیږي.

هغه وويل: "د اوکراين په اړه د احتمالي پوځي ځواکونو په تړاو — که هغوی نن په اوکراين کې ښکاره شي، د روسي پوځ لپاره به مشروع هدف وي."

پوتين زياته کړه: "که داسې موافقې وشي چې اوږدمهاله سولې ته لاره هواره کړي، نو زه هېڅ دليل نه وینم چې هغوی دې د اوکراين په خاوره کې پاتې شي. همدومره. ځکه که دغه موافقې وشي، هېچا ته شک نه شته چې روسيه به يې په بشپړ ډول عملي کړي."

د اروپايي ټولنې په مشرۍ د امنيتي تضمينونو پلانونه

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون اعلان وکړ ۲۶ هېوادونو ژمنه کړې چې اوکراين ته به د جګړې وروسته د امنيتي تضمينونو ملاتړ برابر کړي، چې ښايي په کې د ځمکې، سمندر او هوا په کچه يو نړيوال ځواک هم شامل وي.

روسيې بيا ځل څرګنده کړې چې د ناټو د پراختيا امکان او د کييف د دې تړون د غړيتوب هيلې  د هغو دلايلو له ډلې دي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په مياشت کې يې پر اوکراين د بشپړ يرغل جواز وباله.

پوتين وړانديز وکړ که سوله وشي، نو هر ډول بهرنۍ پوځي شتون به بې ‌ځايه وي.

هغه وويل: "که داسې پرېکړې وشي چې اوږدمهاله سولې ته لاره هواره کړي، نو زه په ساده ډول هېڅ دليل نه وینم چې هغوی دې د اوکراين په خاوره کې پاتې شي، همدومره."

له زیلینسکي سره مستقیمې خبرې

پوتين يو ځل بيا د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي ته د مستقيمو خبرو بلنه تکرار کړه او ويې ويل مسکو به د دې ډول غونډې لپاره "تر ټولو غوره ځای" وي.

هغه وويل: "که څوک په رښتيا زموږ سره د ليدو هيله ولري، موږ تيار يو. د دې لپاره تر ټولو ښه ځای د روسيې د فدراسيون پلازمېنه، د اتل ښار مسکو دی."

د پوتين په وينا، کييف پخوا له روسيې سره د اړيکو احتمال رد کړی و، خو اوس د خبرو غوښتنه کوي.

هغه د هر ډول اوکرايني پلاوي د خونديتوب لپاره "سل په سلو کې" تضمين ورکړ، خو د اوکراين غوښتنې يې چې د ناستې بل ځای وټاکل شي، "مبالغه" وبلله.

دغه څرګندونې هم د لوېديځ د ښکېلتيا پر وړاندې د مسکو روان ګواښونه روښانه کوي او هم د دې هڅه چې د خبرو اترو لپاره خپل تياري وښيي، په داسې حال کې چې جګړه دریم کال ته داخلیږي.

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده