اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور له پټرولي موټرو څخه واوښت
ارقام ښيي چې په اروپايي ټولنه کې په ډسمبر کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور د لومړي ځل لپاره له پټرولي هغو څخه تېر شو، حتی په داسې حال کې چې پالیسي جوړونکو د اخراج د مقرراتو د نرمولو وړاندیز کړی و.
اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور له پټرولي موټرو څخه واوښت
اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور له پټرولي موټرو څخه واوښت / AA

په اروپايي ټولنه کې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور له پټرولي موټرو څخه واوښته.

ټیسلا د چینايي BYD او اروپايي فولکس ویګن په څېر سیالانو ته د بازار نوره ونډه هم وبایلله، ځکه چې د پالیسیو د بې ثباتۍ او سختې سیالۍ په جریان کې په ټوله اروپا کې د برېښنايي موټرو کارول چټک شوي دي.

د تورکیې د برېښنايي موټرو جوړونکي شرکت "ټاګ" (Togg) په اروپا کې خپل لېږدونه پیل کړي دي.

ارقام ښيي چې په اروپايي ټولنه کې په ډسمبر کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور د لومړي ځل لپاره له پټرولي هغو څخه تېر شو، حتی په داسې حال کې چې پالیسي جوړونکو د اخراج د مقرراتو د نرمولو وړاندیز کړی و. د اروپا د موټرو د لابي ادارې (ACEA) د سه شنبې ورځې د معلوماتو له مخې، د امریکا د بشپړ برېښنايي موټرو برانډ "ټیسلا" خپلو سیالانو، لکه د چین BYD او د اروپا تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي ګروپ "فولکس ویګن" ته د بازار د ونډې بایللو ته دوام ورکړی دی.

په ټوله اروپا کې د موټرو پلور په پرله پسې ډول شپږمه میاشت کلنۍ وده ساتلې ده. په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د ثبت شویو موټرو مجموعي شمېر په وروستیو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، که څه هم دا شمېر لا هم د کرونا تر وبا د مخه کچې څخه ډېر ټیټ دی. د اروپا د موټرو صنعت له ننګونو سره مخ دی، چې پکې د چین لخوا سیالي، د امریکا وارداتي محصول (ټکسونه) او په ګټور ډول د برېښنايي موټرو د دودولو لپاره د کورنیو مقرراتو پوره کولو ستونزې شاملې دي.

اروپايي ټولنې په ډسمبر کې یو پلان اعلان کړ چې له مخې یې د احتراقي انجن لرونکو موټرو پر پلور د ۲۰۳۵ کال د اغېزمن بندیز پرېکړه نرمه شوه؛ دا کار د هغو موټر جوړونکو په غوښتنه شوی چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. بلخوا، د برېښنايي ټرانسپورټ ډلې استدلال کوي چې د کاربن ډای اکسایډ د اخراج د کمولو لپاره د برېښنايي موټرو لور ته چټک لېږد اړین دی. شنونکي تمه لري چې د پالیسۍ له نرمېدو سره سره به برېښنايي موټر لا ډېر مشهور شي.

د ارقامو له مخې: په اروپايي ټولنه، برېتانیا او د اروپا د ازادې سوداګرۍ په ټولنه کې پلور په ډسمبر کې ۷.۶ سلنه زیات شوی او په ۲۰۲۵ کال کې په مجموعي ډول ۱۳.۳ میلیونو موټرو ته رسېدلی دی. په هغه میاشت کې په فولکس ویګن او سټلانټیس کې د موټرو ثبتول په ترتیب سره ۱۰.۲ سلنه او ۴.۵ سلنه زیات شوي، خو په رینالټ کې ۲.۲ سلنه کم شوي دي. په ټیسلا کې د موټرو ثبتول ۲۰.۲ سلنه راټیټ شوي، خو په BYD کې ۲۲۹.۷ سلنه زیات شوي دي.

په ډسمبر کې د اروپايي ټولنې د موټرو مجموعي پلور ۵.۸ سلنه زیات شوی او نږدې یو میلیون موټرو ته رسېدلی، چې په ټول کال کې یې ۱.۸ سلنه وده کړې او ۱۰.۸ میلیونه موټرو ته رسېدلې ده. په ډسمبر کې د بشپړ برېښنايي، پلګ-ان هایبرېډ او هایبرېډ برېښنايي موټرو ثبتول په ترتیب سره ۵۱ سلنه، ۳۶.۷ سلنه او ۵.۸ سلنه زیات شوي، چې په مجموعي ډول د دې ټولنې د ټولو ثبت شویو موټرو ۶۷ سلنه برخه جوړوي؛ دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې دا کچه ۵۷.۸ سلنه وه.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي