نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیه: پر وینزویلا د امریکا برید به د نړیوال اکثریت لخوا وغندل شي.
د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې (فدراسیون شورا) مرستیال کونسټنټین کوساچوف وویل، چې پر وینزویلا د امریکا بمباري به نړیوال اکثریت وغندي.
روسیه: پر وینزویلا د امریکا برید به د نړیوال اکثریت لخوا وغندل شي.
روسیه: پر وینزویلا د امریکا برید به د نړیوال اکثریت لخوا وغندل شي. / Reuters

روسیه: پر وینزویلا د امریکا برید به د نړیوال اکثریت لخوا وغندل شي.

د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې (فدراسیون شورا) مرستیال کونسټنټین کوساچوف وویل، چې پر وینزویلا د امریکا بمباري به نړیوال اکثریت وغندي.

کوساچوف په خپل ټلګرام حساب کې په خپرو کړو څرګندونو کې پر وینزویلا د امریکا پر برید نیوکه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې نړیوال اکثریت به د وینزویلا پر وړاندې له دې برید څخه په پرېکنده توګه ځان لرې کړي او هغه به وغندي.

سناتور کوساچوف زیاته کړه: "نړیوال اقلیت ته زړه بوږنونکي دردونه په تمه دي. دا بهیر به یا ارزښتونه او ګټې بېرته خپلو اصلي ځایونو ته راولي او یا به د ټرانس اټلانټیک اتحاد د جیوپولیټیکو ګټو په وړاندې ارزښتونه په نه ګرځېدونکي ډول له منځه یوسي."

- "د امریکا لخوا پیل شوې یوه بله جګړه"

د روسیې د فدراسیون شورا سناتور، الیکسي پوشکوف هم په خپل ټلګرام حساب کې په خپرو کړو څرګندونو کې، دې ته په اشارې سره چې ۲۰۲۶ کال په یوې نوې جګړې پیل شوی، وویل: "دا د امریکا لخوا پیل شوې یوه بله جګړه ده، سره له دې چې د هدف هېواد لخوا د امریکا امنیت ته هېڅ ګواښ هم نشته."

پوشکوف دې ته په اشارې سره چې پر وینزویلا برید په ۲۱مه پېړۍ کې د امریکا لخوا پیل شوې او پرمخ وړل شوې څلورمه جګړه ده، یادونه وکړه چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان، په ۲۰۰۳ کال کې په عراق او په ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا کې جګړې پیل کړې وې.

سناتور پوشکوف خپل نظر داسې شریک کړ: "که د سوریې او اوکراین جګړې، چې امریکا پکې په غیر مستقیم ډول ښکېل ده، هم ور اضافه کړو، نو دا په دې ربع پېړۍ کې شپږمه جګړه کیږي. تر دې دمه (د امریکا ولسمشر ډونالډ) ټرمپ د کلنټن، بوش جونیر، اوباما او بایډن پر خلاف 'خپله' جګړه نه درلوده. اوس یې لري."

 

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه