نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د مالیزیا د الوتونکو ډاکټرانو خدماتو ادارې اړوند یوه چورلکه په سراواک کې سقوط شوه. په دې پېښه کې د یوه ډاکټر، پیلوټ او دوو نرسانو په ګډون ټول پنځه واړه سپاره کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د مالیزیا چارواکو اعلان وکړ چې د بورنیو ټاپو په شمال لوېدیځ ساحل کې د سراواک په دننیو او لېرې پرتو سیمو کې د یوه هوايي ډګر ته نږدې د یوې چورلکې د لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ناورین د مدیریت د چارواکو د چهارشنبې ورځې د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د الوتونکو ډاکټرانو خدماتو ادارې لخوا پرمخ وړل کېدونکې د BO-105 بڼې چورلکه د سه شنبې په غرمه وروسته د مېري (Miri) ښار ختیځ سویل ته په شاوخوا ۳۱۵ کیلومټرۍ کې لوېدلې ده.

د مېري د ناورین مدیریت مشر، ګالونګ لونګ په یوه بیان کې وویل: "لکه څنګه چې د اور وژنې او ژغورنې ادارې او د عامې روغتیا وزارت د راپورونو له مخې تایید شوې، په چورلکه کې سپارو پنځو واړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

د سیمه ییزو رسنیو له مخې، په مړو شویو کسانو کې پیلوټ، یو ډاکټر، یو روغتیايي مرستیال او دوه نرسان شامل دي.

پر ټولنیزو رسنیو د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې چورلکې تر لوېدو لږ مخکې ډېر لوګی کاوه.

د مالیزیا د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې تمه کېږي د چهارشنبې په ورځ د هوايي پېښو یو مالیزیایی پلټونکی ټیم د پېښې ځای ته ورسېږي. په دې پړاو کې دا روښانه نه ده چې د پېښې سبب څه و.

د مالیزیا د الوتونکو ډاکټرانو خدمت د دغه هېواد په دننیو سیمو کې له هغو بېلابېلو ځايي ټولنو سره مرسته کوي چې د سختو ځنګلونو او ننګونکو طبیعي شرايطو له امله په لویه کچه پر هوايي ټرانسپورټ تکيه لري.

دا ټیمونه چې معمولاً له یوه ډاکټر، مرستیال ډاکټر، نرسانو او نورو روغتیایي کارمندانو څخه تشکیلېږي، د میاشتنیو یا دوه میاشتنیو تنظیم شویو سفرونو له لارې د چورلکو یا وړو الوتکو په واسطه کليو او لېرې پرتو سیمو ته سفرونه کوي.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.