نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو له وېرې د شاوخوا ۷۰ زره کسانو د کډه کیدو ادعا شوې ده.
د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند د تیراه درې چارواکو او اوسېدونکو ویلي، چې کډه شوي ډېری ښځې او ماشومان دي، شاوخوا ۷۰ زره کسان د پاکستاني طالبانو (TTP) پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیلېدو له وېرې کډوال شوي دي.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو له وېرې د شاوخوا ۷۰ زره کسانو د کډه کیدو ادعا شوې ده.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو له وېرې د شاوخوا ۷۰ زره کسانو د کډه کیدو ادعا شوې ده. / AP

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو له وېرې د شاوخوا ۷۰ زره کسانو د کډه کیدو ادعا شوې ده.

 د پاکستان په شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې، ادعا شوې چې شاوخوا ۷۰ زره کسان د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې له سیمې تښتېدلي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند د تیراه درې چارواکو او اوسېدونکو ویلي، چې کډه شوي ډېری ښځې او ماشومان دي، شاوخوا ۷۰ زره کسان د پاکستاني طالبانو (TTP) پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیلېدو له وېرې کډوال شوي دي.

له سیمې څخه کډوالي وروسته له هغه پیل شوه چې د جوماتونو له لاوډسپیکرونو څخه د تیراه اوسېدونکو ته غږ وشو چې د احتمالي جګړو د مخنیوي لپاره دې د جنورۍ تر ۲۳مې پورې سیمه پرېږدي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په باړه او نږدې ښارګوټو کې له تیراه څخه په موټرو کې راغلي کورنۍ لیدل شوي.

د سیمه ییزې ادارې یوه چارواکي او د مرستندویه چارو څارونکي طلحه رفیق عالم وویل، چې تر اوسه له تیراه څخه، چې شاوخوا ۱۵۰ زره نفوس لري، ۱۰ زره کورنۍ یعنې ۷۰ زره کسان ثبت  شوي او د نوم لیکنې وروستۍ نېټه له ۲۳ جنورۍ څخه ۵ فبرورۍ ته غځول شوې ده.

عالم وویل، چې د روانې کډوالۍ لامل "د امنيتي وضعيت خرابېدل" دي او زیاته یې کړه چې کله امنیتي وضعیت ښه شي، یاد کسان به وکولای شي بېرته تیراه ته ستانه شي.

له سیمې څخه یوه کډوال شوي کس، وویل چې د چارواکو له خوا د سیمې د خالي کولو له امر وروسته یې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره ښارګوټی پرېښود.

هغه  وویل، چې په وروستیو اونیو کې په کلیو کې د هاوان مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه  زیاته کړه: "د کلي مشرانو موږ ته وویل چې کلی پرېږدئ. هغوی موږ ته مشوره راکړه چې خوندي ځایونو ته کډه شو."

د پاکستان د دفاع وزیر دا ادعاوې رد کړې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په یوه بیان کې دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې په سیمه کې اوسمهال کوم پوځي عملیات نه روان دي او نه هم د پیلولو پلان شته.

اصف ادعا وکړه چې له سیمې څخه کډوالي د پاکستاني طالبانو (TTP) پر وړاندې د پوځي عملیاتو د احتمال له امله نه، بلکې د سخت ژمي او نامناسبې هوا له امله ده.

د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې هم د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې د TTP پر وړاندې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته سلګونه زره کسان له سیمې تښتېدلي وو.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر دي.

په دواړو ایالتونو کې هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې ځای پر ځای دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوڅو د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه د پام وړ دي. BLA غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستان څخه جلا شي او بلوڅ ولس پر دغه سیمه واکمن شي.

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.