نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې وسله والو د پولیو کارکوونکو یو ساتونکی پولیس وواژه
پاکستان د افغانستان ترڅنګ یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې پولیو لا هم په کې له منځه نه دی تللی، خو په تېره لسیزه کې وسله والو د پاکستان د دولت پر ضد د خپل کمپاین په ترڅ کې سلګونه پولیس او روغتیايي کارکوونکي وژلي دي.
په پاکستان کې وسله والو د پولیو کارکوونکو یو ساتونکی پولیس وواژه
په پاکستان کې وسله والو د پولیو کارکوونکو یو ساتونکی پولیس وواژه / AFP

په پاکستان کې وسله والو د پولیو کارکوونکو یو ساتونکی پولیس وواژه

پولیس وايي، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې وسله والو د سه‌شنبې په ورځ یو پولیس افسر وواژه چې د پولیو واکسین تطبیق کوونکو ساتنه یې کوله. دا برید په داسې حال کې شوی چې په ټول هېواد کې د پولیو د مخ پر زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي لپاره د کمپاین دوهمه ورځ وه.

پاکستان د افغانستان ترڅنګ یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې پولیو لا هم په کې له منځه نه دی تللی، خو په تېره لسیزه کې وسله والو د پاکستان د دولت پر ضد د خپل کمپاین په ترڅ کې سلګونه پولیس او روغتیايي کارکوونکي وژلي دي.

د سوات یوه پولیس افسر، نصیر خان، خبري رسنیو  ته وویل: "دوه ناپېژانده کسانو پر موټرسايکل ډزې وکړې او هغه پولیس افسر یې وواژه چې د پولیو ټیم د ساتنې لپاره ګومارل شوی و."

خان زیاته کړه: "د پولیو ټیم په بشپړه توګه خوندي دی."

تحریک طالبان پاکستان تر ټولو فعال وسله وال دي، خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

په پاکستان کې تېر کال د پولیو پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې وې، چې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر یوازې شپږ و.
سږ کال تر اوسه د پولیو ۲۹ پېښې ثبت شوې دي، چې ۱۸ یې په خیبر پښتونخوا کې دي او دا په هېواد کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

پولیو، چې یو ډېر ساري ویروس دی او تر ډېره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي، کولی شي د ټول عمر لپاره د فلج (ګوزڼ) لامل شي، خو د خولې له لارې د واکسین د څو څاڅکو په ورکولو سره یې په اسانۍ مخنیوی کېدای شي.

د پاکستان په کلیوالو سیمو کې د واکسین په اړه یو لړ ناسم معلومات خپرېږي، د دې په ګډون چې دا د مسلمانانو د اولادونو د مخنیوي لپاره د سي آی اې  یوه دسیسه ده.

دا برید یوه میاشت وروسته له هغه کېږي چې حکومت د رحم د غاړې له سرطان څخه د پاکستاني نجونو د ساتنې لپاره د HPV کمپاین پیل کړ، چې هغه کمپاین هم د ناسم معلوماتو له امله له ستونزو سره مخ شوی و.

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده