تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د مالیې وزیر په واشنګټن کې د امریکا د مالیې وزیر سره لیدنه وکړه
د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشک د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بیسنټ سره په لیدنه کې د اقتصادي همکارۍ پراختیا او سیمه‌ییزو ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې وکړي.
د تورکیې د مالیې وزیر په واشنګټن کې د امریکا د مالیې وزیر سره لیدنه وکړه
Mehmet Simsek in the US / AA Archive

د تورکیې د مالیې وزارت په وینا پدې لیدنه کې د تورکیې  د مرکزي بانک رئیس فاتح قره خان هم په دې غونډه کې ګډون کړی و. د  چارواکو په وینا دا غونډه په یو ډیره ګټور او  مثبته فضا کې تیره شوه. دواړو پلاوو د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ډونلډ ټرمپ ترمنځ د څو اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره ګډه سیاسي اراده تایید کړه.

د خبرو تمرکز د پانګونې، سوداګرۍ، ترانسپورت او انرژۍ په څېر مهمو برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا پر موضوع و. شیمشک په ځانګړې توګه د اوسنیو محدودیتونو د لرې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ چې د دفاعي صنعت په برخه کې دوه اړخیزه همکاریو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي. هغه وویل چې  دا د اړیکو د ژورتیا لپاره یوه حساسه او مهمه برخه ده .

د تورکیې پلاوي د هېواد د روانو اقتصادي ثبات هڅو په اړه هم تفصیلات وړاندې کړل. وزیر شیمشیک  ټینګار وکړ چې انقره "محتاطه او دوامداره ماکرو اقتصادي پالیسۍ" تعقیبوي، لکه څنګه چې په وروستیو نړیوالو غونډو کې، په شمول د پیسو نړۍوال وجهي صندوق او نړۍوال بانک  په پسرلینو غونډو کې یادونه کړې وه.

د اقتصاد سربېره، دواړو خواوو د سیمې پر مهمو مسایلو خبرې وکړې. د تورکیې چارواکو د سوریې د بندیزونو د لرې کولو اړتیا په ګوته کړه او د اوکراین د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د تورکیې روانې ډیپلوماتیکې هڅې یې تشریح کړې.

د ۱۰۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف ته رسېدل

دا خبرې په داسې حال کې وشوې چې د تورکیې او امریکا اقتصادي اړیکې د پرمختګ به حال کې دي، او دواړه حکومتونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ۱۰۰ میلیارد ډالرو هدف ته د رسېدو ژمنتیا  کوي. دا هدف په وروستیو ډیپلوماتیکو خبرو کې په ګوته شوی دی.

شنونکي تمه لري چې په راتلونکو میاشتو کې به د واشنګټن د سفر پر مهال د بحث شویو ځانګړو نوښتونو د پرمختګ لپاره تخنیکي غونډې ترسره شي. لکه څنګه چې تورکیه د یوه سیمه‌ییز اقتصادي او ستراتیژیک لوبغاړي په توګه خپل ځای بدلوي، له واشنګټن سره پیاوړې همکاري ممکنه ده چې مهمه ثابته شي.

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده