منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د لبنان ولسمشر جوزف عون وایي، حزب‌ الله باید وسلې تسلیم کړي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون پداسې حال کې په سیاسي ډلو غږ وکړ چې د وسلو د دولتي کنټرول ملاتړ وکړي چې د هیواد د بیا رغونې په برخه کې د مرستو د ترلاسه کولو په مسئله کې د امریکا د سختو فشارونو لاندې دی.
د لبنان ولسمشر جوزف عون وایي، حزب‌ الله باید وسلې تسلیم کړي.
/ Reuters

د لبنان ولسمشر جوزف عون وایي، حزب‌ الله باید وسلې تسلیم کړي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون پداسې حال کې په سیاسي ډلو غږ وکړ چې د وسلو د دولتي کنټرول ملاتړ وکړي چې د هیواد د بیا رغونې په برخه کې د مرستو د ترلاسه کولو په مسئله کې د امریکا د سختو فشارونو لاندې دی.

د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي چې د لبنان سیاسي ګوندونه باید له فرصت څخه ګټه پورته کړي او خپلې وسلې ژر تر ژره وسپاري.

عون د پنجشنبې په ورځ د پوځ د ورځې په مناسبت یوه وینا کې وویل: "بیروت غوښتنه کوي چې د لبنان د دولت واک باید پر ټول قلمرو وغځول شي، د حزب الله په ګډون ټولې  وسله‌ والې ډلې  باید خپلې وسلې پر مځکه کیږدي او  پوځ ته يي وسپاري."

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د سه ‌شنبې په ورځ د کابینې غونډه کې د لبنان د وسلو انحصار او د حزب ‌الله د بې ‌وسلې کېدو په اړه یو تود داخلي او نړیواله بحث وشو.

عون زیاته کړه: "دا د ټولو سیاسي ډلو دنده ده چې له دې تاریخي فرصت څخه پرته له ځنډه ګټه واخلي او هڅه وکړي چې وسلې یوازې د پوځ او امنیتي ځواکونو په اختیار کې وي، نه د بل چا."

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا پر لبنان فشار راوستی چې د حزب ‌الله د بې ‌وسلې کولو په اړه دې یوه رسمي پرېکړه د کابینې له لوري تصویب کړي، مخکې له دې چې خبرې بیا پیل شي.

امریکا ویلي چې یوازې هغه وخت به د لبنان د بیارغونې ملاتړ وکړي او پر اسرائیلي پوځ به د بریدونو د درولو فشار راوړي، چې حزب ‌الله په بشپړ ډول په ټول لبنان کې بې ‌وسلې شي.

عون وویل، واشنګټن ته یوه طرحه وړاندې شوې ، چې راتلونکې اوونۍ به کابینې ته وړاندی شي. پدې طرحه لیکل شوي چې اسرائیل باید پر لبنان بریدونه بند کړي، او له هغو پوستو څخه ووځي چې د هېواد په جنوبي برخه کې یې نیولي، او ورسره حزب ‌الله خپلې وسلې د لبنان ملي پوځ ته وسپاري.

دغه طرحه غواړي د لسو کلونو لپاره هر کال یو میلیارد ډالر د پوځ او امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ترلاسه کړي، او پکې دا هم شامل دي چې د روان کال وروستیو کې به د بیارغونې د ملاتړ لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

حزب ‌الله د وسلو له تسلیمېدو انکار کوي

د لبنان د حزب‌ الله مشر، شیخ نعیم قاسم، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بې ‌وسلې کېدو غوښتنې یوازې د اسرائیلو په ګټه دي.

قاسم په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: "هغه کسان چې د وسلو د تسلیمېدو غوښتنه کوي، په اصل کې یې اسرائیلو ته د سپارلو غوښتنه کوي... موږ به اسرائیلو ته تسلیم نه شو."

هغه زیاته کړه: "بې ‌وسلې کېدل اوس لومړیتوب نه لري؛ لومړیتوب بیارغونه او د تېري پای ته رسول دي."

حزب الله تیر کال د اسرائیلو سره د جګړې څخه سخت زیانمن شو، چې پکې د دې ډلې ډېری مشران له منځه لاړل، زرګونه غړي یې ووژل شول، او لسګونه زره پلویان یې له خپلو ویجاړ شویو کورونو بې ‌کوره شول.

لبنان لاهم د اسرائیلو سره د حزب الله د شخړې او په ۲۰۱۹ کال کې د پیل شوي مالي ویجاړۍ پایلو لاندې ډوب دی.

نړیوال بانک د مارچ په میاشت کې وویل چې لبنان د حزب ‌الله او اسرائیلو تر جګړې وروسته د بیا رغونې لپاره شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د نړیوال بانک له مخې، یوازې د استوګنې سکتور ته د واردو شویو زیانونو ارزښت ۴.۶ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید