د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي دي چې، د حوثي ملیشو له خوا د سعودي عربستان پر لور توغول شوي درې توغندي شنډ او له منځه وړي دي.
د ایتلاف ویاند ترکي المالکي په ایکس (X) شبکه کې اعلان وکړ چې د هوایي دفاع سیسټمونو یو بالیسټیک او یو کروز توغندی چې پلازمېنې ریاض پر لورې توغول شوي وو، او ورسره یو بل بالیسټیک توغندی چې د دې هېواد سویل لوري ته توغول شوی و، راغورځولي دي.
د سعودي د ملکي دفاع ادارې تر دې وړاندې په ټول ریاض کې د خبرداري سایرنونه (زنګونه) غږولي وو، خو وروسته یې خبرداری پای ته ورساوه او ویې ویل چې هوایي ګواښ تېر شوی دی.
د ابها او خمیس مشیط په سویل لوېدیځو ښارونو کې هم ورته د خبرداري سایرنونه وغږول شول، خو وروسته د بېړنیو چارو چارواکو د خطر د تېرېدو پخلی وکړ.
سویلي سرحدي سیمې په وار وار د حوثي ملیشو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او توغندیزو بریدونو سره مخ شوې دي، چې پوځي زیربناوې او د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.
د ویلو ده چې دا توغندي پداسې حال کې په هوا کې شنډیږي چې حوثي ملیشو تیره ورځ هم د سعودي عربستان د تیلو یو نللیکه په نښه کړې وه چې له امله يي اورلګیدنه رامنځته شوې وه.
د انرژۍ وزارت یوه چارواکي تایید کړه چې د نل لیکې په اوږدو کې چارې له ځنډ پرته دوام لري او د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
چارواکو په رسمي ډول د نل لیکې د برید تر شا د عاملینو هویت نه دی په ډاګه کړی.
المالکي له پولو اخوا د مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په غبرګون کې، وویل چې د ایتلاف الوتکو د دوشنبې په ورځ د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثي ملیشو درې پوځي تاسیسات ویجاړ کړل.
راپورونه وايي چې په نښه شوي ځایونه د بالیسټیک توغندیو د پرزو، د توغندیو د جامدو سون توکو او الکترونیکي سیسټمونو د جوړولو لپاره کارول کېدل.
د حوثي ملیشو او د سعودي په مشرۍ ایتلاف (چې د یمن د نړیوال په رسمیت پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي) ترمنځ پوځي نښتې وروسته له هغې سختې شوې، چې حوثي ملیشو په سپټمبر میاشت کې د استراتیژیک باب المندب تنګي پر لور پرمختګ وکړ.
دا اوبلار د سرې بحیرې په سویلي خوله کې یوه خورا مهمه سمندري تنګي ده، چې د عربي ټاپووزمې بلې غاړې ته د هرمز تنګي سره مخامخ موقعیت لري.



















