نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا په کینټکي ایالت کې په یوې کلیسا کې د ډزو له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د کینټکي والي، انډي بشیر، په ایکس (پخوانی ټویټر) باندې ولیکل: " په ډیرې خواشینۍ سره چې د لیکزینګټن ښار په ریچمنډ روډ  کې  په کلیسا کې ډزو په نتیجه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې."
د امریکا په کینټکي ایالت کې په یوې کلیسا کې د ډزو له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
/ AP

په امریکا کې د کینټکي ایالت په ایالت کې په یوې کلیسا  کې د ډزو په نتیجه کې درې کسان مړه  چې پکې شکمن کس هم شامل دی، او څو تنه  نور ټپیان شوي دي.

د کینټکي والي، انډي بشیر، په ایکس (پخوانی ټویټر) باندې ولیکل: " په ډیرې خواشینۍ سره چې د لیکزینګټن ښار په ریچمنډ روډ  کې  په کلیسا کې ډزو په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی."

دغه پېښه د یکشنبې په ورځ  په ځايي وخت د غرمې نه مخکې په ۱۱ نیمو بجو  هغه مهال پېښه شوه چې شکمن کس د کینټکي ایالت د بلو ګراس هوايي ډګر ته نږدې په ټرمینل کې د پولیسو په یو افسر برید وکړ.

د راپورونو له مخې شکمن کس وروسته د  یو موټر په غلا کولو سره د ریچمنډ روډ کې کلیسا د ننوتولو سره  د کلیسا په انګړ کې په خلکو ډزې وکړې.

په کلیسا کې څلور کسان وویشتل شول، چې پکې دوه ښځې — یوه ۷۲ کلنه او بله ۳۲ کلنه — شاملې وې، چې د پیښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړ. نور دوه قربانیان، چې دواړه نارینه وو، روغتون ته یوړل شول، چې د یو روغتیاي حالت يي  نازکه ښودل شوی دی.

د کینټکي ایالت پولیسو په ایکس باندې وویل: "شکمن کس  لخوا د یو افسر د ویشتو نه وروسته  د پیښې له ځایه تښتیدلی وو چې  وروسته په  ریچمنډ روډ کلیسا ته داخل شوی وو."

"برید کوونکي په  کلیسا کې کې په خلکو ډزې وکړې او څو تنو ته مرګ ژوبله واړوله . پولیس  او د بیړنيو طبي خدماتو ټیمونه د پيښې ځایته ورسیدل،"

همداشان پولیسو په سیمه کې د امنیت د ټینګولو نه وروسته برید کوونکی وویشت او له خپو وغورځو

د کینټکي ایالت سناتور رنډ پال وویل چې هغه ددې پيښې له امله ډیر "خواشینی" دی.

وپلټۍ
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو