اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي
میرز د دوشنبې په ورځ په برلین کې یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ به تر ډېره وخته د دې جګړې پایلې احساس کړو، حتی تر هغې وروسته چې جګړه پای ته ورسیږي."
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي / Reuters

د جرمني لومړي وزیر په اسلام‌اباد کې د خبرو اترو پر ناکامۍ افسوس څرګند کړ او ویې ویل چې برلین د یوه لوی اقتصادي بار مقابلې ته چمتووالی نیسي.
د جرمني لومړي وزیر فریډریش میرز خبرداری ورکړی چې د ایران جګړه به د نړۍ پر اقتصاد تلپاتې اغېزې ولري او جرمني پخپله هم د خپل اقتصاد پر وړاندې د یوه لوی او اوږدمهاله بار مقابلې ته چمتووالی نیسي.

میرز د دوشنبې په ورځ په برلین کې یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ به تر ډېره وخته د دې جګړې پایلې احساس کړو، حتی تر هغې وروسته چې جګړه پای ته ورسیږي." هغه زیاته کړه: "له همدې امله موږ د یوې اوږدې مودې لپاره د جرمني پر اقتصاد او په ځانګړي ډول پر کورنیو د یوه دروند بار لپاره تیاری نیسو."

دغه محافظه کار مشر په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو پر بې پایلې پای ته رسېدو خپګان وښود، خو دا یې هم وویل چې له پیله یې د ستونزو اټکل کاوه. هغه خبریالانو ته وویل: "زه په اسلام‌اباد کې د خبرو د پرې کېدو له پرېکړې حیران نه شوم. ما له پیل څخه داسې احساس نه کاوه چې دا خبرې دې په رښتیا سره ښې تنظیم شوې وي." نوموړي زیاته کړه چې یوې ډیپلوماټیکې حل لارې ته رسېدل به یوه اوږده پروسه وي.

د انرژۍ په برخه کې مرستندویه اقدامات
میرز وویل: "موږ له امریکايي ادارې، د شخړې له خواوو او له اسرائیلو سره په خبرو بوخت یو. دا به یوه اوږدمهاله پروسه پاتې شي."

د جګړې له امله د انرژۍ د بیو لوړېدو فشار کمولو لپاره، میرز اعلان وکړ چې د هغه ائتلافي حکومت د سوداګریو او کورنیو لپاره پر یو لړ هدفي مرستندویه اقداماتو هوکړه کړې ده.

میرز خبریالانو ته وویل: "موږ د ډیزلو او پټرولو پر سر د انرژۍ مالیه د دوو میاشتو لپاره شاوخوا ۱۷ یورو سینټه  فی لیټر کموو." هغه زیاته کړه: "دا به په هېواد کې د موټر چلوونکو او سوداګریو وضعیت خورا ژر ښه کړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې خپل موټر د کار لپاره کاروي."

حکومت به شرکتونو ته دا اجازه هم ورکړي چې خپلو کارکوونکو ته تر ۱۱۷۰ ډالرو پورې د مالیې څخه پاکه "مرستندویه جایزه ورکړي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".