منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله .
د ترکيې د ملي استخباراتو (MİT) د استخباراتي هڅو په پایله کې د داعش یوه حجره په نښه شوه. دغه ترلاسه شوي استخباراتي معلومات د سوریې د کورني امنیت خدماتو قوماندانۍ او د سوریې له عمومي استخباراتو سره شریک کړل.
د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله .
د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله . / TRT Global

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د داعش ترهګرې ډلې اړونده یوه حجره چې د ورانکارو بریدونو د ترسره کولو لپاره یې چمتووالی نیوه، له منځه یوړل شوه او ۳ داعشیان ونیول شول.

د ترکيې د ملي استخباراتو (MİT) د استخباراتي هڅو په پایله کې د داعش یوه حجره په نښه شوه. دغه ترلاسه شوي استخباراتي معلومات د سوریې د کورني امنیت خدماتو قوماندانۍ او د سوریې له عمومي استخباراتو سره شریک کړل.

د سوریې استخباراتو د یادې حجرې غړي او فعالیتونه یې تر څارنې لاندې ونیول. د حجرې د غړو، چې ګام په ګام تعقیبېدل، کره ځایونه په نښه شول.

پر حجرې د چاپې په پایله کې د داعش غړي عمر هاشم، محمد حامد او حسین خلف ونیول شول.

له عملیاتو سره هم‌مهاله، د بمونو شنډولو متخصصینو پر یوه بمي موټر هم اقدام وکړ چې له لرې څخه د چاودنې لپاره چمتو شوی او په یوه مهم ځای کې درول شوی و. په موټر کې په لویه کچه C4 او  TNT  چاودیدونکي مواد وموندل شول چې د لویې ویجاړۍ لامل کېدای شول.

نیول شوي ۳ کسان د سوریې د عمومي استخباراتو/ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ته وسپارل شول، ترڅو د دوی پوښتنې ګروېږنې بشپړې شي او د حجرې ملاتړي او احتمالي تړاوونه یې په ډاګه شي.

تېره اونۍ د داعش له خوا په یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې د دغې ډلې عناصرو ته ویل شوي وو چې بریدونو ته چمتو اوسي. په دمشق کې د دغو عملیاتو په ترسره کولو سره، د ډلې د لارښوونې وروسته پلان شوی برید شنډ شو.

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي