نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
مودي څلور ځله د ټرمپ ټیلیفون ته ځواب ندی ورکړی، دا خبره د جرمني فرانکفورټر الګماینه زایتونګ کړې
په وروستیو اونیو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څلور ځله هڅه وکړه چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره د ټیلیفون له لارې اړیکه ونیسي، خو مودي د دې اړیکو ځواب ورنه کړ. دا ادعاء د جرمني ورځپاڼې فرانکفورټر الګماینه زایتونګ (FAZ) کړې ده.
مودي څلور ځله د ټرمپ ټیلیفون ته ځواب ندی ورکړی، دا خبره د جرمني فرانکفورټر الګماینه زایتونګ کړې
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ټرمپ د هند له لومړي وزیر سره د ټيلیفوني خبرو هڅه کوي خو مودي دا غوښتنه رد کړې ده. دا خبره د جرمني ورځپاڼې فرانکفورټر الګماینه زایتونګ کړې ده.

په وروستیو اونیو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څلور ځله هڅه وکړه چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره د ټیلیفون له لارې اړیکه ونیسي، خو مودي د دې اړیکو ځواب ورنه کړ. دا ادعاء د جرمني ورځپاڼې فرانکفورټر الګماینه زایتونګ (FAZ) کړې ده. د جرمني ورځپاڼې  په وینا، دا چلند  هم د مودي د "غوسې" شدت او هم د  روسېې نه د  تېلو د وارداتو په اړه د امریکا د فشار په وړاندې د هغه "احتیاط" څرګندوي.

د دې ادعاوو تر شا د سوداګریزو کړکېچونو زیاتوالی نغښتی دی: د ټرمپ ادارې د هند پر توکو ۵۰ سلنه ګمرکي مالیه ولګوله، چې دا د روسي تېلو د وارداتو په اړه د سزا په توګه ګڼل کېږي. دا مالیه د برازیل پرته په بل هېڅ هېواد دومره لوړه نه ده. په همدې وخت کې، نوي ډیلي د روسي تخفیفي تېلو پیرود زیات کړ، چې د واشنګټن نارضایتي یې لا زیاته کړه.

د یوې پلان شوې ډیپلوماټیکې هڅې په توګه، ورځپاڼه وايي  چې د مودي دا دریځ او  د ټرمپ ټیلیفونونو ته ځواب نه ورکول ، یوازې یوه ناڅاپي پرېکړه نه نده، بلکې دا یوه قصدي ستراتیژي وه چې د ټرمپ د ځانګړي مذاکراتي سبک څخه ځان وساتي. ټرمپ مخکې داسې عامه ادعاوې کړې وې چې ګواکې تړونونه شوي، خو په حقیقت کې هېڅ رسمي تړون نه و شوی. د ویتنام سره د سوداګریز تړون په اړه د ټرمپ پخوانۍ ادعا د دې یوه بیلګه ده.

سیاسي شنونکی مارک فریزر، چې د نیویارک په "نیو سکول" کې د هند-چین انسټیټیوټ همغږی دی، وایي چې د امریکا د هند-پاسیفیک ستراتیژي، چې هند ته یې د چین د محدودولو لپاره د مرستې تمه لرله، ناکامه شوې ده. د هغه په وینا، "هند هېڅکله دا نیت نه درلود چې د امریکا په ملاتړ د چین پر وړاندې ودریږي."

نورې هڅونې هم اړیکې خرابې کړې دي: د ټرمپ کورنۍ د ډیلي سره نږدې د لوکس برج پروژې انتقادونه راپارولي، او د هند-پاکستان د اوربند په اړه د ټرمپ عامه څرګندونې، چې د هند لخوا په کلکه رد شوې، هم د اړیکو په خرابېدو کې ونډه لرلې. د پاکستان د پوځ د مشر د ټرمپ په دفتر کې کوربه توب په نوي ډیلي کې د یوې ځانګړې هڅونې په توګه تعبیر شوی.

وروستی تایید شوی تماس د دواړو مشرانو ترمنځ د جون په ۱۷مه وشو، کله چې مودي د ټرمپ په غوښتنه ټیلیفون وکړ. دا د پاهلګام د ترهګریزو بریدونو او د هند د "سندور عملیاتو" وروسته د دوی لومړۍ خبرې وې. د دې خبرو پر مهال، مودي روښانه کړه چې د هند-پاکستان د اوربند په اړه هېڅ امریکایي منځګړیتوب نه و شوی او خبرې د پاکستان په غوښتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې وې. د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار وکړ چې هند به هېڅکله د دریمې ډلې منځګړیتوب ونه مني.

د هند ستراتیژیک بدلون ته په اشارې، ورځپاڼه څرګندوي چې دا پرمختګونه د هند د بهرني سیاست په پراخ بیاکتنه کې ځای لري، چیرې چې نوی ډیلي د خپلو ستراتیژیکو اړیکو تنوع ته مخه کړې، او په پټه توګه د چین او روسیې سره اړیکې پیاوړې کوي، پر ځای د دې چې یوازې د امریکا په چوکاټ تکیه وکړي. دا بدلون د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) په راتلونکي غونډه کې د هند د ګډون سره هممهاله دی.

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول