تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې جمهوریت د ۱۰۲ کلیزې نه د هیواد دننه او بهر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې کیږي.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ دولتي چارواکو د اکتوبر د ۲۹مې، د جمهوریت د ورځې او د جمهوریت د اعلان د ۱۰۲مې کلیزې په مناسبت له انت کبیر (د اتاترک مزار) څخه لیدنه وکړه.
د تورکیې جمهوریت د ۱۰۲ کلیزې نه د هیواد دننه او بهر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې کیږي.
anıtkabir / TRT

نن د اکتوبر ۲۹ مه  تورکیې جمهوریت د تاسیس د ۱۰۲ یمې کلیزې سره سمون خوري.

د تورکیې جمهوریت د ۱۰۲ کلیزې نه د هیواد دننه او بهر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې کیږي.

د ویلو ده چې لومړني مراسم د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر غازي مصطفی کمال اتاترک د مزار په زیارت کولو سره پيل شول.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ دولتي چارواکو د اکتوبر د ۲۹مې، د جمهوریت د ورځې او د جمهوریت د اعلان د ۱۰۲مې کلیزې په مناسبت له انت کبیر (د اتاترک مزار) څخه لیدنه وکړه.

د جمهوریت د اعلان د ۱۰۲مې کلیزې د لمانځلو په لړ کې لومړني مراسم په انت کبیر کې ترسره شول.

د ولسمشر اردوغان په مشرۍ په هیئت کې د تورکیې د ملي شورا رئیس  نعمان کورتولموش، د ولسمشر مرستیال جودت یلماز، د جمهوریت خلق ګوند مشر اوزګور اوزل، د کابینې غړي، د سترو قضایي ارګانونو مشران، لوی درستیز ستر جنرال سلجوق بیرقدار اوغلو، د ځواکونو قوماندانان، د سیاسي ګوندونو استازي او نور دولتي چارواکي شامل وو.

وروسته له هغې چې ولسمشر اردوغان د اتاترک پر مزار د سپوږمۍ او ستوري نښان لرونکی د ګلونو ګېډۍ کېښوده، د اتاترک معنوي حضور ته د درناوي پر پار یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه او وروسته بیا د هیواد ملي سرود وغږول شو.

وروسته اردوغان او ورسره مل پلاوی د "میثاق ملي څلي" ته لاړل او د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب يي لاسلیک کړ.

ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار  په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل:

"ګران اتاترکه؛ په دې مهمه ورځ چې موږ د خپل جمهوریت د ۱۰۲مې کلیزې ویاړ لمانځو، یو ځل بیا ستا او  ستا د همسنګرانو او زموږ د ګرانو شهیدانو نه په ډیر درناوي او مننې سره  یادونه کوو. موږ په کلکه هڅه کوو چې د تورکیې جمهوریت، چې ۱۰۲ کاله وړاندې مو د شهیدانو په قربانیو جوړ کړی و، د معاصرو تمدنونو له کچې څخه هم لوړې کچې ته ورسو. په نړیواله کچه د خپل هېواد د اعتبار د لوړولو ترڅنګ، په کور دننه هم پرته له ځنډه د پانګونې او پراختیا هڅو ته دوام ورکوو. که څه هم خپلو موخو ته په نږدې کېدو سره پر مونږ او زموږ د حکومت پر وړاندې د بریدونو جبهه پراخېږي، خو موږ به له خپلې لارې وانه وړو او یوه لویه او پیاوړې تورکیه به د خپل تر ټولو ستر کار په توګه خپلو اولادونو ته په میراث پرېږدو. ستاسې روح دې ښاد وي."

د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، د اتاترک مزار د خلکو د لیدنو لپاره پرانیستل شو.

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې