نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا د کډوالۍ ادارې یو تن افغان ژباړن چې په قانوني توګه امریکا ته راانتقال شوی وو نیولی دی
د امریکا د کډوالو او ګمرک د محافظت ادارې یو تن افغان ژباړن چې د کلونو لپاره يي د امریکايي ځواکونو لپاره کار کړی وو او په قانوني توګه امریکا ته راانتقال شوی وو نیولی دی.
د امریکا د کډوالۍ ادارې یو تن افغان ژباړن چې په قانوني توګه امریکا ته راانتقال شوی وو نیولی دی
/ Reuters
23 جولای 2025

د امریکا د کډوالو او ګمرک د محافظت ادارې یو تن افغان ژباړن چې د کلونو لپاره يي د امریکايي ځواکونو لپاره کار کړی وو او په قانوني توګه امریکا ته راانتقال شوی وو نیولی دی.

د امریکا د پوځ لپاره کار کوونکی یو پخوانی افغان ژباړن د کانیکټیکټ په ایالت کې د یوې عادي لیدنې پر مهال د ماسک لرونکو او وسله والو مهاجرتي چارواکو لخوا نیول شوی دی.د هغه  د مدافع  وکیل او په  کانګرس  کې د کانیکټیکټ ایالت غړي ریچارد بلومنټال ددې خبر پخلی کړی.

دغه کس چې د امنیتي دلایلو له امله یوازې د "ضیا" په نوم یاد شوی، د هغو افغانانو د ساتنې پروګرام له لارې چې د افغانستان جګړې پر مهال یې د امریکا ځواکونو سره مرسته کړې وه، په  قانوني توګه امریکا ته راغلی و.

د هغه د مدافع وکیل په وینا، هغه د مهاجرت او ګمرک د محافظت  د ادارې (ICE) لخوا د نیول کیدو وروسته  له ایالت څخه بهر بل ایالت ته انتقال شوی دی.

د کانیکټیکټ ایالت سناتور ریچارډ بلومنتال وویل: "هغه څه چې ددې افغان ژباړن سره شوي دي، د انساني کرامت تر ټولو بد ډول سرغړونه ده. هغه په افغانستان کې کار کړی او خپل ژوند یې په خطر کې اچولی و."

بلومنتال او د استازو جرګې غړو، جهانا هېیز او بل کیټینګ، ژمنه وکړه چې د ضیا د خوشې کېدو لپاره به مبارزه وکړي.

ضیا لا هم په توقیف کې دی، که څه هم یوه قاضي د هغه د هېواد څخه د ایستلو پر وړاندې لنډمهاله بندیز لګولی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ضیا د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۸مه امریکا  ته داخل شوی او د یو "جدي جنایي تور" په چوکاټ کې تر پلټنې لاندې دی.

وزارت زیاته کړه: "د هغه ټول ادعاوې به د قاضي لخوا واورېدل شي. هر افغان چې د ځورونې وېره لري، کولی شي د مرستې غوښتنه وکړي." وزارت نور جزئیات ورنه کړل.

د ضیا وکیلې، لارن پیټرسن، وویل چې د هغې موکل ته د طالبانو لخوا د مستقیمو ګواښونو له امله بشري ویزه ورکړل شوې او هیڅ جنایي سابقه نه لري.

هغې وویل: "زه نه پوهېږم چې دوی د کوم جنایي تور په اړه خبرې کوي."

د افغانانو د نیولو په اړه پراخې اندېښنې

بشري ویزه هغو کسانو ته په امریکا کې لنډمهاله قانوني وضعیت ورکوي چې د عاجل خطر سره مخ وي یا عامه ګټه وړاندې کوي. ضیا د همدې پروسې په ترڅ کې د ګرین کارت لپاره غوښتنه کوله چې ونیول شو.

د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د واکمنۍ وروسته، له ۷۰,۰۰۰ څخه زیات افغانان د پخواني ولسمشر جو بایډن لخوا د "متحدینو د ښه راغلاست عملیات" پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راوستل شول.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې، د مهاجرت چارواکو د ډیپورټ کولو پروسه پراخه کړه او د ګڼو بهرنیو اتباعو لپاره یې خوندیتوبونه لغوه کړل، چې په کې شاوخوا ۱۴,۶۰۰ افغانان هم شامل دي.

د #AfghanEvac بنسټ ایښودونکی، شاون وانډیور، چې د بیا میشتو افغانانو ملاتړ کوي، وویل چې ضیا یوازینی قضیه نه ده.

هغه وویل: "موږ لږ تر لږه د دوو نورو افغانانو په اړه خبر یو چې نیول شوي دي. دا هغه کسان دي  چې دوی د امریکا پوځ لپاره کار کړی و."

هغه زیاته کړه: " دا مسئله کومه عادي مسئله نده. دا مسئله د هیواد په کچه یو چا ته چې خپل ځان يي ستاسې سره  د مرستې په خاطر په خطر کې اچولی وي هغه ته د ورکړ شوې ژمنې د پوره کولو او یا نه پوره کولو مسئله ده. "

وپلټۍ
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی
پاکستان د ایران او امریکا څخه د اوربند ژمنو ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه
ترکي څارنوالانو  د نیټنیاهو او ۳۴ نورو کسانو لپاره د عمر قید غوښتنه وکړه
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد