د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل په لویدیځه غاړه کې په ۱۳ کلیو کې د یهودي میشت ځایونو د قانوني کولو پلان تصویب کړ
د اسرائیلو امنیتي کابینې د اشغال شوي لویدیځې غاړې د ۱۳ کلیو  د جلا کولو او دلته د یهودي میشت ځایونو د  قانوني کولو پلان تصویب کړ. دا خبره د اسرائیلو ښي اړخي  د مالي وزیر بیزلیل سموتریچ وکړه.
اسرائیل په لویدیځه غاړه کې په ۱۳ کلیو کې د یهودي میشت ځایونو د قانوني کولو پلان تصویب کړ
/ Reuters

هغه زیاته کړه: "موږ د استوګنځایونو د عادي کولو او تنظیمولو انقلاب ته دوام ورکوو. د پټیدو او بخښنې غوښتلو پر ځای، موږ بیرغ پورته کوو، جوړوو او مېشتېږو.

سموتریچ د یکشنبې په ورځ وویل دا  په (لویدیځه غاړه)  د یهودیه او سامره د حاکمیت د ترلاسه کولو په لور یو بل مهم ګام دی،"

د استوګنځایونو د بېلتون پرېکړه د شنبې په شپه د کابینې په غونډه کې وشوه.

د فلسطین د مقاومت ډلې حماس د اسرائیلو دا ګام وغنده او دا یې د "واقعیت د تحمیلولو یوه ناکامه هڅه" وبلله.

د حماس په وینا، د سموتریچ څرګندونې "تاییدوي چې استوګنځایونه، په هر ډول چې وي، یو نژادي استعماري پروژه ده چې زموږ د خلکو د بې ځایه کولو، د هغوی د ځمکو او مقدسو ځایونو د غصب کولو او د کرکې ډک اپارتاید رژیم د تحمیلولو لپاره ترسره کیږي، دا ټول د نړیوالو او بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده."

حماس له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیلو د غیر قانوني استوګنځایونو د پراختیا د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

۷۷۰,۰۰۰ غیر قانوني اسرائیلي مېشتونکي

د فلسطیني راپورونو له مخې، اټکل کیږي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به شاوخوا ۷۷۰,۰۰۰ غیر قانوني اسرائیلي مېشتونکي په ۱۸۰ استوګنځایونو او ۲۵۶ بېلتون ځایونو کې د اشغال شوي سیمې په اوږدو کې ژوند وکړي.

ملګري ملتونه ټول اسرائیلي استوګنځایونه په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني ګڼي او خبرداری ورکوي چې د دې پراختیا دوام د دوه دولتونو د حل لپاره هڅې له خطر سره مخ کوي.

په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کړکېچ زیات شوی، چیرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نېټې راهیسې د غزې د بریدونو له پیل څخه لږ تر لږه ۹۳۷ فلسطینیان وژل شوي او له ۷,۰۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

د جولای په میاشت کې، د نړیوالې محکمې د اسرائیلو اوږدمهاله اشغال غیر قانوني وباله او د اشغال شوي لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس څخه د ټولو استوګنځایونو د تخلیې غوښتنه وکړه.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی