اقتصاد
4 د لوستلو دقیقې
اردوغان : ۲۰۲۴ کال د تورکیې لپاره د لاسته راوړنو کال وو او هیله ده چې ۲۰۲۵ کې هم ورته بری ترلاسه کړو
ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د تورکیې اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې د ۳.۲ سلنې په کچه وده وکړه، چې د پانګونې، کارموندنې، تولید او صادراتو پر بنسټ د ودې ستراتیژۍ پایله وه. هغه زیاته کړه چې دا پرمختګ به په ۲۰۲۵ کال کې هم دوام وکړي.
اردوغان : ۲۰۲۴ کال د تورکیې لپاره د لاسته راوړنو کال وو او هیله ده چې ۲۰۲۵ کې هم ورته بری ترلاسه کړو
/ TRT World

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې ۲۰۲۴ کال د تورکیې لپاره د پام وړ لاسته راوړنو کال و. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د تورکیې د صادراتو د تورکیې د صادروونکو ټولنې لخوا په جوړ شوي یو غونډه کې وکړې.

د د تورکیې د صادروونکو ټولنې د دوشنبې په ورځ ، په ۲۰۲۴ کال کې لس غوره صادرونکي شرکتونه اعلان کړل. ددې ټولنې د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې  د د فورډ ، ټویوټا، تورکیې پطرول رافینالر، کیبار دش تجارت، ستار رافینالری، TGS دش تجارت، اویاک-رینالټ، ویستل، آرچلیک، او بایکار شامل دي.

ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د تورکیې اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې د ۳.۲ سلنې په کچه وده وکړه، چې د پانګونې، کارموندنې، تولید او صادراتو پر بنسټ د ودې ستراتیژۍ پایله وه. هغه زیاته کړه چې دا پرمختګ به په ۲۰۲۵ کال کې هم دوام وکړي.

هغه یادونه وکړه چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کې د تورکیې اقتصاد د تیر کال په پرتله ۲ سلنه وده کړې، چې د پرله پسې ۱۹مې ربعې د نه ځنډېدونکي پرمختګ نښه ده.

اردوغان د منځمهاله اقتصادي پروګرام ستاینه وکړه چې د بهرنیو سرچینو پر تکیه کمولو سره یې د هیواد جوړښتي مقاومت زیات کړی او د تورکیې کمزورتیاوې یې راکمې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د تیرو درې میاشتو د ګڼو شاکونو سره سره، دغه پروګرام ثابت پاتې شو او د باور او مقاومت نښه یې وښوده.

اردوغان وویل چې د می میاشتې له پیل راهیسې د تورکیې ذخایر بیا په زیاتیدو پیل کړی دی.

هغه وویل چې د تورکیې د خطر کچه راټیټه شوې او د تورکیې پولي واحد لیرا  باندې باور زیات شوی دی.

اردوغان وویل چې ۲۰۲۴ کال د صادراتو لپاره د ریکارډ کال و: "موږ په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۶۲ میلیارد ډالرو صادراتو سره ریکارډ مات کړ. موږ خپل نړیوال صادراتو برخه ۱.۰۷ سلنې ته لوړه کړه."

هغه زیاته کړه چې تیر کال د هغو شرکتونو شمېر چې د ۱ میلیارد ډالرو یا زیات صادرات لري ۱۸ ته لوړ شو، په داسې حال کې چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو یا زیات صادرات لرونکي شرکتونه ۳۰۲ ته زیات شول.

هغه وویل چې هیواد به په ۲۰۲۵ کال کې په همدې کچه وده وکړي، او د می په میاشت کې صادرات ۲۴.۸ میلیارد ډالرو ته ورسیدل، چې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالی ښيي او د جمهوریت تر ټولو لوړ میاشتني صادرات دي.

د دفاعي سکتور په اړه، ولسمشر اردوغان وویل: "موږ د نړۍ په کچه په ډیرو برخو کې مخکښ جوړونکي یو، په ځانګړې توګه په دفاع او هوايي چلند، سپین توکو، موټرو، او انرژۍ کې."

هغه وویل چې په ۲۰۰۲ کال کې د دفاع او هوايي چلند صادرات ۲۴۸ میلیون ډالرو ته رسېدل، خو په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د دفاعي محصولاتو عاید له ۱۵ میلیارد ډالرو څخه زیات شو، چې ۶.۷ میلیارد ډالره یې ۱۸۰ مختلفو هیوادونو او سیمو ته صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې کله چې د ناټو او خدماتو صادرات شامل شي، د تورکیې ټول صادرات ۷.۱ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

" اردوغان ټینګار وکړ چې موږ په وسله والو او بې وسلې بې پیلوټه الوتکو کې د نړۍ له مخکښو هیوادونو څخه یو.".

هغه وویل چې د نړۍ په کچه د پلورل شویو بې پیلوټه الوتکو څخه دوه په درې برخې د تورکیې شرکتونه جوړوي، او تورکیه په زغره والو ځمکنیو وسایطو کې نړیوال برانډ ګرځیدلی دی.

اردوغان وویل چې د ملي جنګي الوتکې "کآن" لپاره غوښتنه په راتلونکو کلونو کې زیاته شي، او زیاته یې کړه: "موږ هیله لرو چې په جنګي الوتکو کې هم د بې پیلوټه الوتکو په څیر نړیوال بریالیتوب ترلاسه کړو."

په نړیوالو مسایلو کې، اردوغان د ګمرکي خنډونو له لارې د سوداګریزو جګړو یادونه وکړه چې د اوسني ناڅرګند وضعیت ژورتیا یې زیاته کړې ده.

هغه وویل: "موږ له داسې یوې پروسې سره مخ یو چې په ډیرو برخو کې خطرونه زیاتوي او ګواښونه متنوع کوي، له اقتصاد څخه نیولې تر نړیوال سیاست او ټولنیزو توازنونو پورې."

هغه زیاته کړه: "په ځانګړې توګه زموږ په سیمه کې، موږ نږدې هره ورځ له نویو کړکیچونو سره مخ کیږو. موږ ټول دا تر یوې اندازې لیدلی شو: د توازن رامنځته کول، ثبات یقیني کول، او له طوفاني اوبو څخه ارامو اوبو ته تګ به لږ وخت ونیسي."

هغه وویل چې ترکیه خپل نقشه، وړاندوینې او ستراتیژۍ د دې حقیقت په پام کې نیولو سره ټاکي: "موږ څه شی چانس ته نه پرېږدو؛ موږ د هر ممکنه سناریو لپاره چمتووالی نیسو."

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه