د ایران په ځوابي برید کې د امریکا  پنځه د ټانکر الوتکو ته زیان اوښتی

ویل کیږي چې په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان پر هوايي اډې د ایران په توغندیزو بریدونو کې د امریکا د هوايي ځواک اړوند پنځو ټانکر الوتکو ته زیان اوښتی دی.

By
د ایران په ځوابي برید کې د امریکا  پنځه د ټانکر الوتکو ته زیان اوښتی / Reuters

وال سټریټ ژورنال (WSJ) ورځپاڼې د دوو امریکايي چارواکو چې د نومونو له اخیستو يي ډډه شوې له قوله خبر ورکړی، چې په وروستیو ورځو کې د شهزاده سلطان پر هوايي اډې د ایران په توغندیزو بریدونو کې د امریکا د ۵  ټانکر الوتکې په داسې حال کې په نښه شوي چې پر ځمکه ولاړې وې.

چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ځاني زیان نه دی اوښتی، او ادعا یې کړې چې الوتکې په بشپړه توګه نه دي ویجاړې شوې، خو زیانمنې شوي او د بیارغونې چارې یې روانې دي.

په خبر کې ادعا شوې چې له دې پېښې وروسته، د امریکا د هوايي ځواک د زیانمنو یا ویجاړو شویو ټانکر الوتکو شمېر اوو ته لوړ شو.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د ایران پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د دندې پر مهال له دوو KC-135 ډوله سونګ توکو الوتکو څخه یوه یې د عراق په لوېدیځ کې راوغورځېده او په الوتکه کې سپاره ټول ۶ تنه عمله ووژل شول.