پوتین په تورکیه کې د اوکراین سره د سولې د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ اوکراین ته وړاندیز وکړ چې  د مې په ۱۵مه په استانبول کې  د سولې لپاره مستقیمې خبرې پیل کړي.

/ AP

پوتین په مسکو کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوشنبې په ورځ به د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې وکړي، څو د دې خبرو لپاره د یوې غونډې د برابرولو غوښتنه وکړي، ترڅو له اوکراین سره د سولې لارې چارې وڅېړل شي.

هغه وویل: "روسیه چمتو ده چې پرته له کوم شرط څخه خبرې وکړي. جګړه روانه ده، او موږ د خبرو بیا پیل وړاندیز کوو. هغه کسان چې په رښتیا د سولې غوښتونکي دي، دا نوښت به ملاتړ وکړي."

پوتین زیاته کړه چې په استانبول کې د نوي اوربند په اړه خبرې اترې کېدای شي ترسره شي.

هغه ټینګار وکړ: "زموږ وړاندیزونه پر مېز دي، او پرېکړه د اوکرایني چارواکو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پورې اړه لري."

روسیې او اوکراین په ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې په استانبول کې خبرې کړې وې او د سولې د یوې مقدماتي هوکړې په اړه یې موافقه کړې وه.