نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د تاجکستان-افغانستان پر پوله نښته کې ۵ تنه ووژل شول
د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه یو شمېر وسله‌والو غوښتل په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوځي، چې د تاجکستاني سرحدي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
د تاجکستان-افغانستان پر پوله نښته کې ۵ تنه ووژل شول
د تاجکستان-افغانستان پر پوله نښته کې ۵ تنه ووژل شول / AFP

د تاجکستان-افغانستان پر پوله نښته کې ۵ تنه ووژل شول

راپورونو له مخې د تاجکستان-افغانستان پر پوله په یوې وسله‌والې نښته کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه یو شمېر وسله‌والو غوښتل په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوځي، چې د تاجکستاني سرحدي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې درې تنه بریدګر چې پر سرحدي پوستې یې برید کړی و او دوه تنه تاجکستاني سرتېري وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې دا په تېره یوه میاشت کې د تاجکستان-افغانستان پر پوله درېیم برید دی چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي او سرتېري وژل شوي دي. خبرپاڼې ادعا کړې چې د افغانستان حکومت پر پوله د امنیت د تامین په برخه کې خپله دنده نه ده ترسره کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر پوله امنیت ټینګ شوی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

 

وپلټۍ
د نیپال او چین د سیلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی او زرګونه کسان لا هم ورک دي
د بریتانیا حکومت پر لایپزیگ هوایي ډګر برید له امله روسي استازی احضار کړ
د امریکا د استازو جرګې د هغو پوهنتونونو لپاره د بندیزونو لایحه تصویب کړه چې پر اسرائیلو بایکاټ لګوي
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تېلو د تصفیې په یوه فابریکه کې د ډرون برید وروسته اور رامنځته شو
یوه ۱۰۱ کلنه ښځه د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شوه
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش په کیف او نورو اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه په کلکه وغندل