نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په فیلیپین کې د زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او روغتونونه له ټپیانو ډک شوي
فیلیپین  په سیبو ټاپو کې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۹ په شدت سره یوه زوروره زلزله رامنځته شوه. ژغورونکې ډلې د سیبو په ټاپو کې په نړېدلو ودانیو کې د خلکو لټون کوي، د زلزلې له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په فیلیپین کې د زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او روغتونونه له ټپیانو ډک شوي
په فیلیپین کې د زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او روغتونونه له ټپیانو ډک شوي / AP
1 اکتوبر 2025

په فیلیپین کې د زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او روغتونونه له ټپیانو ډک شوي

فیلیپین  په سیبو ټاپو کې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۹ په شدت سره یوه زوروره زلزله رامنځته شوه.
ژغورونکې ډلې د سیبو په ټاپو کې په نړېدلو ودانیو کې د خلکو لټون کوي، د زلزلې له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چهارشنبې په ورځ د فلیپین په مرکزي برخه کې د یوې زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۵۰ تنو واوښت، او د سیبو په ټاپو کې روغتونونه له ټپیانو ډک شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د جیولوژیکي سروې (USGS) ادارې په وینا، د ریښتر په کچه ۶.۹ درجې دا کمه ژوره زلزله د سه‌شنبې په ماښام ناوخته د ټاپو شمالي برخې ته څېرمه د بوګو ښارګوټي ته نږدې وشوه، چې ۹۰،۰۰۰ نفوس لري.

په بوګو کې د سیبو ولایتي روغتون مخې ته په لاره، د نیلي رنګه خیمو لاندې په ایښودل شویو بسترونو کې ټپي ماشومانو ژړل او لویانو د درملنې پرمهال چیغې وهلې.

دوی له ودانۍ څخه وروسته له هغه ایستل شوي وو چې د شپې له خوا په سلګونو وروسته ټکانونو سیمه ولړزوله او د نور زیان د اوښتو وېره وه.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) خبریالانو لیدلي چې نږدې روغتون کې کارکوونکو په سټرېچرونو کې تورې کڅوړې (د مړو جسدونه) موټرو ته وړل ترڅو یې ځايي مردہ خانو ته ورسوي.

د ملکي دفاع ادارې مرستیال رافیلیټو الیژاندرو وویل چې تر اوسه د ۶۰ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

هغه په مانیلا کې خبریالانو ته وویل: "موږ ته د تلفاتو د ډېرېدو راپورونه رارسېږي، نو دا شمېرې په دوامداره توګه د بدلون په حال کې دي."

د بوګو روغتون د ۵۳ تایید شویو مړینو لیست خپور کړی، چې ۳۰ تنه یې له بوګو څخه دي، او ۱۵۴ کسان ټپیان شوي دي.

ریچارډ ګیون، چې کیڼ څنګل یې سخت تړل شوی و، کیسه وکړه چې څنګه هغه او مېرمن یې، چې پښه یې ماته شوې وه، د خپل کور د نړېدلي کانکریټي دیوال لاندې څخه د خپل ۱۷ کلن زوی له خوا را وایستل شول. زوی یې د زلزلې پرمهال بهر په خپل موبایل لوبې کولې.

۳۹ کلن ګیون وویل: "کله چې سمنټ راونړېدل، ما ورته غږ وکړ." هغه زیاته کړه چې منندوی دی چې زوی یې د هغه پخوانی امر چې ژر ویده شي، له پامه غورځولی و.

ژغورونکي ټیډي فونټیلاس، چې ۵۶ کلن دی، AFP ته وویل چې یوه شېبه هم نه دی ویده شوی، او زیاته یې کړه چې ځینې ناروغان باید نورو روغتونونو ته لېږدول شوي وای، ځکه چې په بوګو کې روغتون له وړاندې ډک و.

هغه زیاته کړه: "زه خپله ستړی یم، خو هغه څه چې موږ یې کوو د خپلو ناروغانو سره د مرستې لپاره اړین دي."

د سیبو والي پامیلا باریکواټرو په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي: "د سختو ټپونو لرونکو ناروغانو د ډېر شمېر له امله، طبي کارکوونکو د ځینو ناروغانو درملنه له روغتون څخه بهر وکړه."

د ځايي اوسېدونکو لخوا په ویډیويي کلیپونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپاره شوي، لیدل کېږي چې سیبو ته نږدې په بنټایان ټاپو کې یوه پخوانۍ کاتولیکه کلیسا چې په څراغونو سینګار شوې وه، په شدت سره ښوري او لږ وروسته یې د زنګ برج د ودانۍ انګړ ته راغورځي.

مارتم پاسیلان، چې ۲۵ کلن دی او د برج د نړېدو پرمهال نږدې و، AFP ته وویل: "ما د کلیسا له لوري د یوې لوړې چاودنې غږ واورېد، بیا مې ولیدل چې له ودانۍ څخه ډبرې راغورځي. له نیکه مرغه، څوک ټپي نه شول."

ځايي تلویزیون وښودله چې د سیبو پر یوه پله باندې موټرسایکل چلوونکي مجبور شول چې له خپلو موټرسایکلونو کوز شي او د پله کټارو ته ونیژي، ځکه چې پل په شدت سره ښورېده.

 .

وپلټۍ
هاکان فیدان پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته له خپلو سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ وایي امریکا په ایران کې "پراخ جنګي عملیات" پیل کړي دي
افغانستان په جلال آباد ښار کې د پاکستان د جنګي الوتکې د غورځولو ادعاء کړې ،پاکستان رد کړه
امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځه په نښته کې د پاکستان نه د ملاتړ اعلان وکړ
اسرائیل او امریکا پر ایران بریدونو د پیلولو سره نړۍ د شاک سره مخ ده
په امریکا کې له فلسطینیانو سره خواخوږي، د لومړي ځل لپاره له اسرائیلیانو تېره شوه
چین له افغانستان او پاکستان څخه د اوربند غوښتنه وکړه
هاکان فیدان د پاکستان ، افغانستان، قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه نښته او د پاکستان لخوا د افغانستان په څو ښارونو بمبار
د افغانستان او پاکستان ترمنځه یو ځل بیا درنده جګړه پيل شوې ده.
سوريې په سویدا کې د بندیانو د تبادلې عملیات پیل کړل
جرمني د لومړي ځل لپاره ۲۰ افغان مجرمین په مستقیم ډول کابل ته ډیپورټ کړل
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: د پاکستان بریدونو ته به پوځي ځواب ورکړل شي
د امریکا د هوايي ځواک پخوانی پیلوټ د چینايي پوځ د روزنې په تور ونیول شو
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په انقره کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ډیپلوماټانو کوربه توب وکړ