نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د نیوزیلینډ په کیمپ‌ ځای کې د ځمکښویدنې له امله د دوو کسانو د وژل کیدو وروسته شپږ تنه لا هم ورک دي
د نیوزیلینډ راډیو په وینا، د جمعې په ورځ د سخت باران وروسته د نیوزیلینډ په شمالي ساحل کې د ځمکښویدنې له امله د دوو کسانو د مړینې تایید وروسته، د ځوانانو په ګډون شپږ کسان لادرکه دي.
د نیوزیلینډ په کیمپ‌ ځای کې د ځمکښویدنې له امله د دوو کسانو د وژل کیدو وروسته شپږ تنه لا هم ورک دي
د نیوزیلینډ په کیمپ‌ ځای کې د ځمکښویدنې له امله د دوو کسانو د وژل کیدو وروسته شپږ تنه لا هم ورک دي / Reuters

د نیوزیلینډ په کیمپ‌ ځای کې د ځمکښویدنې له امله د دوو کسانو د وژل کیدو وروسته شپږ تنه لا هم ورک دي

د چین سفیر تایید کړه چې د قربانیانو څخه یو یې د چین تبعه دی.

د نیوزیلینډ راډیو په وینا، د جمعې په ورځ د سخت باران وروسته د نیوزیلینډ په شمالي ساحل کې د ځمکښویدنې له امله د دوو کسانو د مړینې تایید وروسته، د ځوانانو په ګډون شپږ کسان لادرکه دي.

په نیوزیلنډ کې د چین سفیر وانګ شیاولونګ تایید کړه چې له قربانیانو څخه یو د چین تبعه دی.

د پنجشنبې په ورځ د ماونټ ماونګانوي په سیمه کې د یوه کیمپ‌ ځای پر سر ځمکه وښوېده، خیمې یې هوارې کړې او یو کیمپروان یې نږدې ګرمو حوضونو ته وغورځاوه.

د درېیو نورو کسانو درک هم لا نه دی معلوم، خو باور کېږي چې هغوی سیلانیان دي او ښايي له سیمې وتلي وي.

د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.

د پولیسو د ولسوالۍ قومندان ټیم اندرسن وویل چې «لا هم په بشپړه توګه د ژغورنې عملیات روان دي»، او یادونه یې وکړه چې په ورته پېښو کې په نورو مواردو کې ژوندي پاتې شوي کسان موندل شوي دي.

د تورانګا سیمه او شاوخوا د وېسټرن بې اف پلینټي ولسوالۍ، چې ماونټ ماونګانوي پکې موقعیت لري، د خپل تاریخ تر ټولو لمده ورځ ثبت کړه، چې شاوخوا د دوه نیمو میاشتو باران یوازې په ۱۲ ساعتونو کې ورېدلی دی.

په کوروماندل کې به څو دولتي لویې لارې د اونۍ تر پایه تړلې پاتې شي، ځکه چې د سختو بارانونو له امله د ځمکښوېدنې، د خټو او د سړک د سطحې زیانونه رامنځته شوي دي.

وپلټۍ
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو