تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې په لبنان کې د اسرائیل ځمکنی یرغل وغانده
تورکیې په لبنان کې د اسرائیل ځمکنی برید په کلکه غندلی او خبرداری یې ورکړی چې دا پوځي تېری کولی شي سیمه نوره هم بې ثباته کړي او د یوه بشري ناورین لامل شي.
تورکیې په لبنان کې د اسرائیل ځمکنی یرغل وغانده
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت / Public domain


انقره خبرداری ورکوي چې دا عملیات کولی شي سیمه ییزه بې ثباتي نوره هم ژوره کړي او د یوه نوي بشري ناورین لامل شي.

تورکیې په لبنان کې د اسرائیل ځمکنی برید په کلکه غندلی او خبرداری یې ورکړی چې دا پوځي تېری کولی شي سیمه نوره هم بې ثباته کړي او د یوه بشري ناورین لامل شي.

د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل یرغل د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه وبلله.

انقرې ویلي، د بنیامین نتنیاهو د حکومت لخوا تعقیب شوې پالیسۍ، چې د "نسل وژنې او ډله ییزې سزا" پر بنسټ یې بللې، په غزه کې له لیدل شویو ورانیو وروسته په لبنان کې د تکرارېدو له خطر سره مخ دي.

وزارت ویلي: "که دا پالیسۍ په لبنان کې پلې شي، په سیمه کې به د یوه نوي بشري ناورین لامل شي."

تورکیې له لبنان سره خپل پیوستون یو ځل بیا څرګند کړ او د هغه څه په وړاندې چې د اسرائیل بریدونه یې بللي، د دغه هېواد پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې ټینګار وکړ.

اسپانیا پر ملګرو ملتونو غږ کوي چې د سوله ساتو ځواکونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي

د اسپانیا د دفاع وزیرې مارګریتا روبلز د دوشنبې په ورځ پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې په لبنان کې د سوله ساتو ځواکونو خوندیتوب ډاډمن کړي او خبرداری یې ورکړ چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د لنډمهالو ځواکونو (یونیفل) سره د ځای پر ځای شویو سرتېرو خوندیتوب ته باید درناوی وشي.

روبلز خبریالانو ته وویل، هسپانیا په سیمه کې د دښمنیو د دوام په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې په ماموریت کې د خپلو سرتېرو وضعیت له نږدې څاري.

هغې په لبنان کې د ځای پر ځای شویو هسپانوي سرتېرو ته په اشارې وویل: "زه هره ورځ له هغوی سره خبرې کوم، په ورځ کې دوه ځلې. دا یو ستونزمن او پېچلی وضعیت دی."

روبلز وویل، سرتېري د امنیتي خطرونو له امله اوږد ساعتونه په بنکرونو کې تېروي، خو کله چې شرایط برابر شي، خپلو دندو ته دوام ورکوي.

 

وپلټۍ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
ولسمشر اردوغان: خپل هېواد مو په شاوخوا کې له روانو شخړو څخه لرې ساتلی دی.
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
پراګماتیزم د پاپولیزم پر خلاف . د المان یو ایالت ښيي چې ولې تورکیه د برلین لپاره مهمه ده
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده