منځنی ختیځ
3 د لوستلو موده (...) دقیقې
د اسرائيلو د پوځ مشر له نتنیاهو څخه وغوښتل چې د غزې د بندیانو د تبادلې اوسنی وړاندیز ومني
د اسرائيلو د پوځ لوی درستیز ایال ضمیر د یکشنبې په ورځ له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل چې د بندیانو د تبادلې روان وړاندیز ومني او خبرداری یې ورکړ چې د غزې ښار اشغال کول د یرغمل شویو کسانو ژوند ته «جدي خطرونه» پېښوي.
د اسرائيلو د پوځ مشر له نتنیاهو څخه وغوښتل چې د غزې د بندیانو د تبادلې اوسنی وړاندیز ومني
/ Reuters
25 اګست 2025

د اسرائيلو د پوځ مشر له نتنیاهو څخه وغوښتل چې د غزې د بندیانو د تبادلې اوسنی وړاندیز ومني

ایال ضمیر وايي: "یو تړون د میز په سر ده، او دا باید اوس ومنل شي."

د اسرائيلو د پوځ لوی درستیز ایال ضمیر د یکشنبې په ورځ له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل چې د بندیانو د تبادلې روان وړاندیز ومني او خبرداری یې ورکړ چې د غزې ښار اشغال کول د یرغمل شویو کسانو ژوند ته «جدي خطرونه» پېښوي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د اسرائيلو د یرغمل شویو کسانو کورنۍ پر حکومت خپل فشار زیات کړی څو د خپلو عزیزانو د خوشې کولو لپاره موافقه وشي.

تېره پنجشنبه نتنیاهو امر وکړ چې د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره سمدستي خبرې اترې پیل شي، خو په عین وخت کې یې د غزې ښار د اشغال او د اوسېدونکو د بې ځایه کولو پلان هم دوام ورکړ.

د نتنیاهو څرګندونې ښيي چې هغه ښایي د نوو شرایطو لاندې معامله وغواړي، په داسې حال کې چې منځګړي د هغه رسمي ځواب ته منتظر دي، ځواب چې د مصر ـ قطر وړاندیز پورې تړاو لري، کوم چې د اسرائيلو له پخوانیو موافقو سره ډېره همغږي لري او حماس تازه منلی دی.

ایال ضمیر د اسرائيلي چینل ۱۳ له لارې وویل: «یو تړون پر مېز ده، او باید همدا اوس ومنل شي.»

هغه زیاته کړه: «پوځ د هغې د بشپړېدو شرایط برابر کړي، او اوس پرېکړه د نتنیاهو په لاس کې ده.»

لوی درستیز یو ځل بیا د غزې ښار د اشغال د پلان په اړه خپلې اندېښنې تکرار کړې.

هغه وویل: «پوځ د غزې د اشغال وړتیا لري، خو دا عملیات کولی شي د یرغمل شویو کسانو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړي.»

د یرغمل شویو کسانو کورنیو د ضمير د څرګندونو هرکلی وکړ.

دوه پړاويزه تبادله

هغه په یوه بیان کې وویل: " لوی درستیز د اسرائيلي ولس د اکثریت هغه غوښتنه انځوروي چې د یوه هراړخیز تړون غوښتنه کوي، تړون چې ۵۰ یرغمل کسان بېرته راولي او جګړه پای ته ورسوي."

اسرائيل اټکل کوي چې حماس ۵۰ یرغمل کسان لري، چې له هغو څخه ۲۰ ژوندي دي، په داسې حال کې چې تل ابیب تر ۱۰،۸۰۰ ډېر فلسطینیان بندي کړي دي، د حقونو د ډلو د راپورونو له مخې هغوی د شکنجې او طبي پاملرنې له نشتوالي سره مخامخ دي.

د جمعې په ورځ د دفاع وزیر اسرائيل کاتز د غزې ښار د اشغال لپاره د پوځ پلانونه ومنل، او د درنو بریدونو او د خلکو د بې ځایه کېدو ژمنه یې وکړه.

د چینل ۱۲ د راپور له مخې، روان وړاندیز په پام کې لري چې پوځ به بېرته سرحد ته نږدې ځای پر ځای شي څو د بشري مرستو لاره پرانیستل شي، د ۶۰ ورځو موقتي اوربند چې په ترڅ کې به تبادله په دوو پړاوونو کې ترسره شي – د ۱۰ ژوندي یرغمل شویو کسانو او ۱۸ اسرائيلي جسدونو خوشې کول د فلسطیني بنديانو په بدل کې – او ورپسې د دایمي اوربند په اړه خبرې.

اسرائيل له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې نږدې ۶۲،۷۰۰ فلسطینیان وژلي دي. دا پوځي یرغل سیمه ویجاړه کړې ده، چې اوس له قحطۍ سره مخ ده.

تېر نومبر نړیوالې جنايي محکمې د نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د غزې د جګړې د بشري ضد جنایتونو او د جګړې د جنایتونو د ترسره کولو په تور د نیولو حکمونه صادر کړل.

اسرائيل همداراز د عدالت په نړیواله محکمه کې د خپلې جګړې له امله د نسل‌ وژنې له قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
روسیې د اوکراین د کلیدي ښار پوکروفک د نیولو ادعا کړې
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره  د بریدونو له امله  د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو
تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په  بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر پلټنو ته ویلي چې د بریتانیا پوځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي