نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیه وايي په یو پراخ شپني برید کې یې نږدې ۳۰۰ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي
روسي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې اوکرایني ډرون الوتکو د تېلو په یوې بلې تصفیه خانې او د برېښنايي تجهیزاتو په یوه فابریکه بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه درې تنه ټپیان شوي دي.
روسیه وايي په یو پراخ شپني برید کې یې نږدې ۳۰۰ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي
روسیه وايي په یو پراخ شپني برید کې یې نږدې ۳۰۰ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي / Reuters

د روسي چارواکو په وینا، اوکرایني ډرون الوتکو د لیننګراد د تېلو تصفیه خانه او د چیبوکساري د برېښنايي الاتو فابریکه هم په نښه کړې ده.

روسي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې اوکرایني ډرون الوتکو د تېلو په یوې بلې تصفیه خانې او د برېښنايي تجهیزاتو په یوه فابریکه بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه درې تنه ټپیان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې کییف تېره شپه یو پراخ ډرون برید ترسره کړی او مسکو د روسیې په ۱۵ سیمو کې نږدې ۳۰۰ ډرون الوتکې راغورځولې دي. په اعلامیه کې راغلي: "د هوايي دفاع سیسټمونو تېره شپه د اوکراین ۲۸۹ بې پیلوټه الوتکې شنډې او ویجاړې کړې دي."

په ورته وخت کې، د اوکراین د "یونیان" (Unian) خبري اژانس د راپور له مخې، د ډرون الوتکو شمیر خورا زیات و او ادعا یې کړې چې یوازې پر پلازمېنه مسکو باندې شاوخوا ۲۰۰ ډرون الوتکې توغول شوې وې.

د لیننګراد سیمې والي الکساندر دروزډینکو وویل چې یو له اصلي بریدونو څخه پر دغې سیمې شوی او ادعا یې وکړه چې تېره شپه ۲۹ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې شوې دي. هغه پر ټیلیګرام ولیکل چې د برید له امله د "کیريشي" په صنعتي زون کې، چیرته چې د تېلو یوه تصفیه خانه موقعیت لري، اور لګیدلی و.

والي زیاته کړه: "په کیریشي صنعتي زون کې اور مړ شوی او د اور وژنې چارې پای ته رسیدلي دي. د دښمن اصلي هدف د KINEF د تېلو تصفیه خانه وه، خو په دې برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې."

بل خوا، په چیبوکساري ښار کې د برېښنايي تجهیزاتو د تولید یوه فابریکه د اوکرایني ډرون برید هدف وګرځېده. سیمه ییزو چارواکو په یوه بیان کې وویل چې په دې برید کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د ښار ادارې ویلي چې اوکراین په چیبوکساري کې دوه استوګنیزې ودانۍ هم په نښه کړې چې اوسیدونکي یې له سیمې ایستل شوي دي. د برید له امله د نږدې کوڅو تګ راتګ ګډوډ شوی او ځینې ښوونځي او کالجونه تړل شوي دي.

اوکراین تر اوسه د روسیې د دغو ادعاوو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې