نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ټیلیګرام مدیریت هغه چینلونه او باټونه نه دي لیرې کړي چې په روسیه کې د ترهګریزو او ورانکارو کړنو په همغږۍ کې کارول کېدل.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې خبر ورکړی چې د ټیلیګرام بنسټ اېښودونکی او اجراییوي رئیس  پاویل دوروف یې "له ترهګریزو فعالیتونو سره په مرسته" تورن کړی او په اړه یې د نیولو نړیوال حکم صادر کړی دی.
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ټیلیګرام مدیریت هغه چینلونه او باټونه نه دي لیرې کړي چې په روسیه کې د ترهګریزو او ورانکارو کړنو په همغږۍ کې کارول کېدل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دوروف په اړه له ترهګریزو فعالیتونو سره د مرستې په تور څېړنې روانې دي او په همدې تړاو د هغه د نیولو نړیوال حکم صادر شوی دی.

روسیې ویلي چې د اوکراین استخباراتي ادارې، ترهګرې او افراطي ډلې په ټیلیګرام کې له ګڼ شمېر چینلونو، ګروپونو او باټونو څخه په روسیه کې د ورانکارۍ، ترهګریزو بریدونو، ډله ییزو وژنو او سایبري درغلیو د پلانولو او همغږۍ لپاره کار اخلي.

په روسیه کې څه موده وړاندې پر ټیلیګرام بندیز لګول شوی و او پر دغه شرکت تر اوسه د ۱۰۰ میلیونو روبلو څخه ډېرې نغدي جریمې هم لګول شوې دي.

د کرملین ماڼۍ ویاند، دمیتري پیسکوف، د جولای په ۲۷مه وویل چې د ټیلیګرام د بیا فعالولو په اړه خبرې اترې روانې دي، خو د دغه شرکت استازي په دې پروسه کې پوره ونډه نه اخلي.

ټیلیګرام په روسیه کې د پیغام رسونې او ټولنیزو رسنیو یو له خورا مشهورو او ډېر کارېدونکو اپلیکیشنونو څخه شمېرل کیږي.

 

وپلټۍ
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي