نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
جرمني خپلو اتباعو ته امریکا ته د سفر پر مهال د احتیاط کولو خبرداری ورکړ
جرمني د سه‌شنبې په ورځ په مینیاپولیس کې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) د عملیاتو پر مهال د یوه امریکايي وګړي تر وژل کېدو وروسته خپل اتباعو مسافرو ته خبرداری ورکړ چې "هوښیار" واوسي او ډېر احتیاط وکړي.
جرمني خپلو اتباعو ته امریکا ته د سفر پر مهال د احتیاط کولو خبرداری ورکړ
جرمني خپلو اتباعو ته امریکا ته د سفر پر مهال د احتیاط کولو خبرداری ورکړ / Reuters

جرمني په امریکا کې د مهاجرت او ګمرکونو د محافظت ادارې د پولیسو د وژونکو ډزو وروسته خپل اتباعو ته امریکا ته د سفر پر مهال د احتیاط کولو خبرداری ورکړ

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مینیاپولیس کې له ناکراریو او فدرالي ډزو وروسته باید مسافر هوښیار واوسي او له احتمالي تاوتریخوالي څخه ځان وساتي.

جرمني د سه‌شنبې په ورځ په مینیاپولیس کې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) د عملیاتو پر مهال د یوه امریکايي وګړي تر وژل کېدو وروسته خپل اتباعو مسافرو ته خبرداری ورکړ چې "هوښیار" واوسي او ډېر احتیاط وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي: "په مینیاپولیس او نورو ښارونو کې لاریونونه کله ناکله له مهاجرت او امنیتي چارواکو سره په تاوتریخوالي اوړي. د ځايي رسنیو له لارې خبر واوسئ. هوښیار اوسئ او له هغو ګڼه ګوڼو ځان لرې وساتئ چې د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو احتمال په کې وي."

وزارت زیاته کړې: "ارام واوسئ او د چارواکو او ځايي امنیتي ځواکونو لارښوونې تعقیب کړئ."

د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرڅ د دوشنبې په ورځ په مینسوټا کې د الیکس پریټي پر وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړه.

میرڅ په هامبورګ کې وویل: "هغه خبرونه چې په دې وروستیو ورځو کې له امریکا څخه ترلاسه کوو، په رښتیا هم د اندېښنې وړ دي. او دا څرګنده ده چې تل یوه سیمه یا یو ښار اغېزمن کېږي."

هغه زیاته کړه: "زه ګومان کوم چې امریکايي چارواکي به اوس دا روښانه کړي چې ایا دلته ډزې کول اړین وو، او ایا په رښتیا هم ښکېلو افسرانو ته کوم ګواښ متوجه و. په هر حال، باید ووایم چې په امریکا کې د تاوتریخوالي دا کچه د اندېښنې وړ بولم."

دغه ۳۷ کلن سړی د شنبې په ورځ د مینسوټا په مینیاپولیس ښار کې وویشتل شو او ووژل شو، چې دا په روانه میاشت کې د فدرالي مامورینو لخوا د یوه امریکايي وګړي دوهمه وژونکې پېښه ده.

د امریکا حکومت دا وژونکې ډزه د ځان دفاع بللې ده؛ خو په انټرنیټ کې خپره شوې ویډیو کې داسې ښکاري چې دغه سړي وسله نه درلوده، چې دا د پېښې یو بل انځور وړاندې کوي.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی