نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روبیو: د نتنیاهو لخوا د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د اشغال کولو پلان د ټرمپ له پلان سره په ټکر کې دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو کانګرس ته ویلي چې د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د اشغال کولو لپاره د اسرائیلو پلان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د ادارې د وړاندیز برخه نه ده.
روبیو: د نتنیاهو لخوا د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د اشغال کولو پلان د ټرمپ له پلان سره په ټکر کې دی
مارکو روبیو

واشنګټن د غزې لپاره د یوه نړیوال ثبات ساتونکي ځواک په لټه کې دی، خو دا په دې پورې تړلې ده چې حماس د راتلونکې جګړې د مخنیوي لپاره بې وسلې کېدو ته غاړه کېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو کانګرس ته ویلي چې د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د اشغال کولو لپاره د اسرائیلو پلان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د ادارې د وړاندیز برخه نه ده.

روبیو په فلسطیني سیمه (غزه) کې د بشري ناورین په اړه د کانګرس د غړیو له سختو پوښتنو سره مخ شو.

کله چې د دیموکرات ګوند استازې روزا ډیلاورو د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغه امر په اړه پوښتنه وکړه چې پوځ ته یې د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د «نیولو» لارښوونه کړې، روبیو وویل: "موږ یو پلان لرو. په هغه کې دا ډول څه نشته."

د نورو فشارونو په ترڅ کې روبیو بیا تکرار کړه: "هغه دا بیان ورکړی، خو دا زموږ د پلان برخه نه ده."

روبیو هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د امریکا حکومت دا ناورین هېر کړی دی. هغه وویل چې د امریکا حکومت د غزې لپاره د یوه نړیوال ثبات ساتونکي ځواک د جوړولو په لټه کې ده، خو دا کار د حماس پر بې وسلې کېدو پورې تړلی دی. هغه زیاته کړه: "تر هغه چې حماس بې وسلې نشي، هیڅوک به په غزه کې پانګونه ونه کړي."

روبیو د غزې په اړه د امریکا د پلانونو دفاع کوي

سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې اوربند نافذ شوی، خو بیا هم اسرائیلي پوځ په نږدې ورځنیو بریدونو او سرغړونو کې ۹۳۲ فلسطینیان وژلي دي.

نتنیاهو پدې وروستیو کې ویلي چې اسرائیل هوډ لري په غزه کې خپل اشغال ۷۰ سلنې ته پراخ کړي، پداسې حال کې چې اوسمهال یې ځواکونه نږدې ۶۰ سلنه سیمه تر کنټرول لاندې لري.

د ټرمپ د پلان د لومړي پړاو له مخې، اسرائیلي ځواکونه مخکې "ژړې کرښې  ته پر شا شوي وو او د غزې د خاورې ۵۳ سلنه یې تر کنټرول لاندې وه.

ډیلاورو له روبیو څخه په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د «عملي ضمیمه کولو په اړه هم پوښتنه وکړه. روبیو وویل چې ټرمپ په دوامداره توګه د سیمې د وضعیت له یو اړخیز بدلون سره مخالفت کړی دی.

روبیو وویل: "ولسمشر په ښکاره او په ځلونو ویلي چې دی د داسې بدلونونو پلوی نه دی." هغه زیاته کړه چې دا ډول ګامونه په غزه کې تړون له احتمالي ستونزو سره مخ کولای شي.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو بریدونه زیات شوي، چې چارواکو د ۱۱۶۸ کسانو د وژل کېدو او د نږدې ۲۳۰۰۰ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول