نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
د جرمني په وړاندیز اوکراین ته د رایې ورکولو له حق پرته په اروپایي ټولنه کې د لنډمهاله ګډون وړاندیز شوی، خو ولسمشر زیلینسکي ټینګار کوي چې د بشپړ غړیتوب حقونه اړین دي.
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
Zelenskyy

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپایي ټولنې مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي چې اوکراین ته د دغې ټولنې د "شریک غړي د حیثیت ورکولو په اړه د جرمني وړاندیز "غیر عادلانه" دی، ځکه چې دا به کییف په دې بلاک کې له غږ (رایې ورکولو) پرته پرېږدي.

د جرمني لومړي وزیر فریدریش ميرز وړاندیز کړی چې اوکراین ته دې د بشپړ غړیتوب په لور د یوې لنډمهاله مرحلې په توګه د رایې ورکولو له حق پرته د اروپایي ټولنې په غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شي. ميرز وویل چې دا کار له روسیې سره د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې معاملې په برخه کې مرسته کولی شي.

په ځواب کې، زیلینسکي په خپل لیک کې چې د جمعې په ناوخته لېږل شوی، وویل چې تېره میاشت په ټاکنو کې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان لیرې کېدل — چې د اوکراین د غړیتوب سخت مخالف و د غړیتوب په خبرو کې د پام وړ پرمختګ لپاره فرصت رامنځته کړی دی.

زیلینسکي په خپل پیغام کې وویل: "دا به د اوکراین لپاره غیر عادلانه وي چې په اروپایي ټولنه کې شتون ولري خو بې غږه پاتې شي. اوس وخت مناسب دی چې د اوکراین د بشپړ او مانا لرونکي غړیتوب لپاره ګامونه پورته شي."

زیلینسکي د جګړې پر مهال له اروپایي مشرانو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې اوکراین د روسیې د تیري په وړاندې د دغې ۲۷ هیوادیزې ټولنې لپاره د یوې قوي دفاعي کرښې یا سپر په توګه کار کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ د اروپا دفاع کوو په بشپړ ډول، نه په جزوي توګه او نه هم په نیمګړو اقداماتو سره. اوکراین په اروپا کې د عادلانه چلند او مساوي حقونو مستحق دی."

 

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې په یوه کښتۍ برید کړی، چې یو کس پکې وژل شوی
ناټو په تورکیه کې د ایټالیوي توغندیز دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي ډال پیاوړی کوي
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي