د سرطان په درملنه کې یوه نوې هیله
روغتیا
4 د لوستلو دقیقې
د سرطان په درملنه کې یوه نوې هیلهدغه نوې وسیله هغه مرکبات پېژني چې سرطاني حجرې زړښت ته اړ باسي
د سرطان په درملنه کې یوه نوې هیله / Getty Images

دغه نوې وسیله هغه مرکبات پېژني چې سرطاني حجرې زړښت ته اړ باسي

د SAMP-Score په نوم دې وسیلې لا دمخه ۱۰۰۰۰ مرکبات ارزولي او یو داسې مرکب یې موندلی چې په خوندي توګه سخت او د درملنې پر وړاندې مقاوم سرطانونه دایمي ارام ته اړ باسي.

یوه نوې څېړنه ښيي چې د ماشیني زده‌کړې یوه نوې وسیله کولی شي په چټکۍ سره زرګونه مرکبات و ارزوي ترڅو هغه ومومي چې سرطاني حجرې دایمي زړښت (permanent senescence) ته اړ باسي، او په دې توګه د سختو سرطانونو د درملنې لپاره نوې هیلې رامنځته کوي.

دا څېړنه چې په Aging-US مجله کې خپره شوې، د ماشیني زده‌کړې یوه طریقه تشریح کوي چې د رایان والیس او کلیو بيشپ لخوا رامنځته شوې ده. دا وسیله د حجرې د شکل په تحلیلولو سره په چټکۍ سره د زړښت هڅوونکي درمل پېژني، چې دا چاره د p16-مثبت تومورونو د سختې درملنې لپاره د نویو کشفیاتو بهیر ګړندی کوي.

د حجرو زړښت (Cellular senescence) یوه طبیعي پروسه ده چې په هغه کې زیانمنې یا زړې حجرې د تل لپاره د وېشلو یا تکثر څخه لاس اخلي.

د سرطان په درملنه کې، په قصدي توګه د تومور حجرې زړښت ته اړ ایستل د دوی د ودې د مخنیوي لپاره یوه لاره ده، پرته له دې چې په مستقیم ډول ووژل شي.

ستونزه په هغو سرطانونو کې د زړښت د باوري تایید وه چې له مخکې څخه "زاړه" ښکاري (چې د Sen-Mark+ تومورونو په نوم یادېږي، لکه د سینې بیسل-لایکه سرطان)، ځکه چې په داسې مواردو کې دودیز بیولوژیکي نښې (biomarkers) اکثره ناکامې وي.

د دې ستونزې د حل لپاره، څېړونکو والیس او بیشپ د SAMP-Score په نوم د ماشیني زده‌کړې یوه وسیله جوړه کړه چې په بشپړ ډول دودیزې نښې له پامه غورځوي.

پرځای یې، دا وسیله د حجرې په شکل او جوړښت کې د مایکروسکوپي بدلونونو په تحلیلولو سره زړښت پېژني، چې دا ځانګړي نمونې "له زړښت سره تړلي مورفولوژیکي پروفایلونه" (SAMPs) بلل کېږي.

دا ماډل چې پر زرګونو انځورونو روزل شوی، اوس کولی شي په دقیق ډول رښتینی زړښت له معمولي زهرجن‌والي یا نورمال بدلون څخه جلا کړي، او په دې توګه د هغو مرکباتو د ارزونې لپاره یوه چټکه او بصري لاره وړاندې کوي چې سرطاني حجرې دایمي ارام ته اړ باسي.

څېړونکو په خپله څېړنه کې ویلي: «دا تخنیک زموږ پر هغې پخوانۍ مشاهدې ولاړ دی چې زړېدونکې حجرې ځانګړي مورفولوژیکي پروفایلونه (SAMPs) رامنځته کوي، چې دا په هغو شرایطو کې په اسانۍ سره ارزول کېدای شي چې په دودیز ډول د زړښت پېژندنې لپاره ستونزمن وي، لکه د لوړ ظرفیت سکریننګ.»

کله چې ټیم د SAMP-Score په کارولو سره له ۱۰،۰۰۰ څخه ډېر ازمایښتي مرکبات وارزول، د QM5928 په نوم یو مرکب وموندل شو چې د سرطان په بېلابېلو حجرو کې یې د زړښت پروسه هڅوله خو هغه یې نه وژلې.

څېړونکي په دې باور دي چې دا مرکب د نورو څېړنو ارزښت لري. QM5928 ځکه ځانګړی و چې د هغو سرطانونو پر وړاندې اغېزناک و چې د پېژندل شویو درملو لکه پالبوسیکلیب (palbociclib) پر وړاندې مقاوم وو – هغه درمل چې د لوړ p16 لرونکو سرطانونو په حالت کې تل کار نه کوي.

څېړنیزې مطالعې ویلي: «د SAMP-Score په کارولو سره، موږ QM5928، یو نوی زړښت هڅوونکی مرکب، پېژندلی دی چې کولی شي په بېلابېلو Sen-Mark+ سرطانونو کې زړښت رامنځته کړي او د یوې وسیلې په توګه دا وړتیا لري چې هغه میکانیزمونه او لارې وپلټي چې له مخې یې په دې حجرو کې زړښت رامنځته کېږي.»

د ماشیني زده‌کړې او لوړ کیفیت لرونکي انځور اخیستنې په یوځای کولو سره، څېړونکي د سرطاني درملنې د موندلو او ارزولو لپاره یوه نوې لاره وړاندې کوي.

SAMP-Score ممکن د داسې درملنو رامنځته کېدو ته لاره هواره کړي چې د سرطان سره د مبارزې لپاره د بدن له طبیعي زړښت پروسې څخه کار اخلي، په ځانګړې توګه د هغو ناروغانو لپاره چې تومورونه یې د درملنې پر وړاندې مقاوم وي.

 

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید