لیدلوری
کلتور
5 د لوستلو دقیقې
د هندوستان یو تاریخي سینمايي فلم په یو ښار کې د تاوتریخوالي او ګرځنبدیز لامل شو
څو ساعته وروسته له هغې چې د هندوانو ملتپالو ډلو د ۱۷مې پېړۍ د بابري امپراتورۍ د امپراتور اورنګزېب د قبر د لرې کولو غوښتنه وکړه، په مهاراشټرا ایالت کې د ناګپور په ښار کې مذهبي تاوتریخوالی پيل  شو.
د هندوستان یو تاریخي سینمايي فلم په یو ښار کې د تاوتریخوالي او ګرځنبدیز لامل شو
/ TRT World

د مارچ په ۱۷مه ماښام، د اورلګیدنې او ډبرو ویشتلو په څو پېښو کې پنځه ملکي وګړي او لږ تر لږه ۳۳ پولیس ټپیان شول، چې پولیس اړ شول د ښار په ځینو برخو کې ګرځبندیز ولګوي.

خو ناګپور هغه ځای نه دی چې د مغلو تر ټولو اوږدمهاله واکمن اورنګزېب پکې ښخ دی. د هغه قبر د ناګپور څخه ۵۰۰ کیلومتره لویدیځ ته په هغه ولسوالۍ کې دی چې د هغه په نوم نومول شوې وه، اورنګ آباد، چې په ۲۰۲۳ کال کې د دویم مرهټه پاچا چترپتي سمبهاجینګر چې په ۱۶۸۹ کال کې د اورنګزېب لخوا شکنجه او وژل شوی و، په نوم واړول شوه.

وروسته له هغې چې ځینې مسلمانان د ډبرو ویشتلو په تور ونیول شول، څرګنده شوه چې هغوی د اورنګزېب د قبر دفاع نه کوله. بلکې د هندو سخت دریځو لخوا د یو زیارت د شنې جنډې د سوځولو په غبرګون کې دا کار کړی وو. ویل کیږي پدې جنډې باندې قرآني آیتونه لیکل شوي وو.

د مهاراشټرا لومړي وزیر دیویندرا فډنویس د مارچ په ۱۸مه د ایالت په پارلمان  کې وویل چې د اورنګزېب پر وړاندې عامه غوسه، چې د هندوانو د معبدونو د سپکاوي او د هغه د سخت دریځه اسلامي دولت له امله په پراخه کچه غندل شوی، د بالیووډ لخوا بیا تازه شوې ده.

د بالیووډ وروستی تاریخي فلم چھاوا د چترپتي سمبهاجي ژوندلیک دی، چې د مرهټه امپراتورۍ بنسټ ایښودونکي چترپتي شیواجی زوی و چھاوا چې معنی یې د زمري بچی دی، د کال تر ټولو زیات عاید لرونکی فلم دی. دې فلم  په یوازې یو میاشت کې یې د ۸۶ میلیونه ډالرو (۷۵۰ کروړه روپیو) څخه زیات عاید ترلاسه کړی.

د ویکي کوشل په ګډون دغه فلم د هغو بالیووډ فلمونو په لیست کې شامل دی چې د تاریخي کیسو او تبلیغاتو ترمنځ کرښه له منځه وړي. داسې تولیدات لکه د کشمیر فایلونه، د سابرمتي راپور، مقاله ۳۷۰ او سوتنتره ویر ساورکر مبالغه شوي یا یو اړخیز روایتونه وړاندې کوي، چې نظریې پیاوړې کوي او د ویشونکي سیاسي بیانونو ملاتړ کوي.

کله چې د کیرالا کیسه په ۲۰۲۳ کال کې خپره شوه، د هغې ډایریکټر ادعا وکړه چې له کیرالا څخه له ۳۲،۰۰۰ څخه زیاتې ښځې داعش سره یوځای شوې دي، چې وروسته حقیقت معلوم شو او دا شمیره یوازې ۳ تنه وه.

همدغه ډول اسلام ضد موضوع د د کشمیر فایلونه فلم کې هم لیدل کېږي، چې د ۱۹۹۰مو کلونو په کشمیر کې د هندوانو د کډوالۍ پر وړاندې جوړ شوی و. د دې فلم انځور دومره "تحریکونکی او یو اړخیز" و چې سینګاپور یې د خپرېدو مخه ونیوله.

په هند کې، د دې فلم د لیدو سپارښتنه خپله لومړي وزیر نریندرا مودي وکړه، او د هندوانو سخت دریځو فعالانو په څو ښارونو کې د دې فلم د نندارې غوښتنه وکړه.

په نورو ځایونو کې، د سینما لیدونکي د مسلمانانو د ملکیتونو د بایکاټ کولو ګواښونه ورکول یا د "جې شري رام" شعارونه ورکول، چې یو وخت د عقیدې نښه وه، خو اوس د هندوانو ملتپالو د بریدونو شعار ګرځېدلی.

د تاریخي کیسو بیا لیکنه

د بالیووډ ملي فلمونه یوازې تاریخ بیا نه لیکي، بلکې حقیقت له منځه وړي، او ډیر مهم شخصیتونه په ساده اتلانو او یا  ظالمانو بدلوي ..د چھاواددې تر تر ټولو ښه بیلګه ده.  د هندوانو واکمنان د شریفو جنګیالیو په توګه انځوروي، پداسې حال کې چې د مسلمانانو واکمنان د ظالمانو په توګه ښيي. دلته موخه د ټولنو ترمنځ د تفرقې رامنځته کول  دي.

د ویلو ده چې دا ډول فلموه د هند د ۱۶۰ میلیونه مسلمانانو پر وړاندې د ورځني تعصب د عادي کولو لپاره ترڅنګ د هغوې پر خلاف د سخت دریځو او  خلکو جذباتي غبرګونونه پاروي، حقایق پټوي او تاریخ ته بل ډول تظاهر ورکوي.

د مهاراشټرا  هندو مشران، په شمول د ایالت لومړي وزیر فډنویس، اوس ژمنه کړې چې د چترپتي سمبهاجي مهاراج د سپکاوي پر وړاندې به اقدام وکړي.

په ورته وخت کې، اورنګزېب چې د هند د ټولنې لخوا په پراخه کچه غندل کېږي د خپل وروستي کلونه د یو درویش په توګه تیر کړي دي. همداشان هغه  د زین الدین شیرازي د صوفي زیارت ترڅنګ یو ډیر  ساده قبر د ځان لپاره  انتخاب کړی وو.

د نن ورځې فلمي صنعت په یوه سخته قطبي شوې ټولنه کې دا اسانه او ګټور ګڼي چې څو پیچلې کیسې د ساده خطي کیسو سره ځای په ځای کړي. دا ټول جرمونه او تاوتریخوالی بل ځای ته اړوي، د هندو اتلانو د غلطیو یا جرمونو لپاره هیڅ ځای نه پریږدي.

څرنګه چې بالیووډ د کلتوري نورمونو په جوړولو کې ډېر ځواک لري، نو د "یادولو سیاست" په اړه مبارزه پر دې سیوری اچوي چې موږ څنګه تاریخي تراژیدۍ درک کوو او ایا موږ یې احساس کولی شو. تاریخي پیښې د ټکي د راټولولو په ساده وسیلو بدلې شوې دي.

د کرکې د سوداګرۍ ماډل

د اورنګزېب د قبر د ویجاړولو غوښتنه، چې د هند د لرغونپوهنې د سروې لاندې خوندي ځای دی، نوې نه ده، خو د مارچ په ۹مه، د مهاراشټرا لومړي وزیر په ښکاره ډول د دې ملاتړ وکړ—که څه هم "د قانوني پروسې له لارې."

د دې بحثونو لپاره زمینه د هندو ډلو لخوا هغه غونډې وې چې د فلم چھاوا له امله ترسره شوې وې، چې د قبر د لرې کولو غوښتنه یې کوله.

د مارچ په ۲۰مه، د هند د لرغونپوهنې سروې د خلت آباد  په سیمه کې د قبر شاوخوا نه اهن چادر چاپیر کړ او موانع رامنځته کړل . د بله پلوه  پولیسو لا زیات امنیتي تدابیر ونیول.

په ورته وخت کې، د مهاراشټرا پولیسو له ټولنیزو رسنیو څخه وغوښتل چې نږدې ۱۴۰ پوسټونه لرې کړي چې د مذهبي شخړو د پارولو هڅه یې کوله.

د ناګپور تاوتریخوالی یوازې یوه جلا پېښه نه ده، بلکې د یو داسې سیسټم برخه ده چې د مذهبي ویش پر بنسټ ژوند کوي، چیرې چې فلمونه تاریخي شکایتونه پاروي، سیاستوال یې زیاتوي، او د کوڅو کچې پارونې یې په تاوتریخوالي بدلوي.

وپلټۍ
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
د سوریې مهم ادبي نندارتون د نوې مشرتابه تر سیوري لاندې بېرته پرانیستل شو
د تورکیې دولتي نشراتي اداره او ملي راډیو تلویزیون TRT  د ټلویزیوني خپرونو ۵۸مه کلیزه لمانځي
فرانسه د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره پر ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د ځوانانو لپاره د ( ټي آر ټي ځوان ) په نامه یو جلا چینل پرانیست.
نامتو فلم جوړوونکی راب رینر او د هغه مېرمن په لاس انجلس کې په خپل کور کې مړه وموندل شول
نن په تورکیه او نړۍ کې د تورکي قهوې نړیواله ورځ ده.
یونسکو د تورکیې قهرمان‌ماراش  ښار د ادبیاتو په برخه کې د نوښتګرو ښارونو په نوملړ کې شامل کړ
ملګري ملتونه : په هرو ۱۰ دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کیږي.
په تورکیه کې د برونزو د لومړني دورې ۵۰۰۰ کلن کاربن شوي د وربشې دانې کشف شوې
د باسفورس  د فلمونو ۱۳م فستیوال په استانبول کې د فلسطین په رڼا کې پیل شو
'د تاج  کیسه' او د هند د مسلمانانو د تېر تاریخ د له منځه وړلو لپاره د هندو ښي اړخه سیاست
عراقي خطاط په استانبول کې د نړۍ تر ټولو لوی په لاس لیکل شوی قرآن کریم بشپړ کړ
د غزې  نسل وژنه په ګلدوزۍ کې نقش کیږي: ګلدوزي د فلسطین د ډله ییز غم او استقامت سمبول هم دی
د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا نړیوال محصلینو ته د جایزو مراسم جوړ شول
غلو د فرانسې د نړۍ په کچه مشهور د لورو موزیم څخه ۸ پارچې تاریخي او قیمتي ګاڼې غلا کړې
ولې د ټولنیزو رسنیو پرېښودل ښايي د خوښۍ چابي وي
د منظرې په څېر ښکلی کاپادوکیا د تورکیې وروستۍ سیمه شوه چې د میشلین لارښودونو لېست ته ورزیاته شوه.
تورکیې د ملي راډیو تلویزیون نړۍوال تلویزیون  په نیویارک کې څلور غبرګې جایزې ترلاسه کړې
ټي آر ټي ورلډ ( د خپلو حقونو نه محروم امریکایان ) په نامه  د ډرامې سره د ۲۰۲۵ کال د ټیلي جایزه وګټله