د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو د امنیت کابینې په غزه کې په تدریحې ډول د بریدونو پراختیا منظور کړه
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امنیت کابینې د غزې په وړاندې په تدریجي ډول د بریدونو د پراختیا منظوري ورکړه. د اسرائیلو د کان خبري اژانس  د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د دې موضوع په اړه یې د معلومات لرونکو سرچینو څخه پوره معلومات ترلاسه کړي
د اسرائیلو د امنیت کابینې په غزه کې په تدریحې ډول د بریدونو پراختیا منظور کړه
/ Reuters

د اسرائیلو پوځ لا دمخه د خپلو احتیاطي ځواکونو لپاره د لسګونو زرو کسانو د بلنې امرونه صادر کړي دي، ترڅو په غزه کې برید پراخ کړي. دا خبره د اسرائیلو د پوځ مشر جنرال ایال زامیر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وکړه .

د بله پلوه د یمن څخه د حوثیانو لخوا توغول شوې یوې توغندي یوه برخه د اسرائیلو د بن ګوریون هوایي ډګر ته نږدې ولوېده. له دې څو ساعتونه وروسته، نتنیاهو په یوه ویډیویي پیغام کې چې په ایکس کې خپور شو، وویل چې هغه د غزې جګړې د "بل پړاو" په اړه د بحث لپاره د امنیت کابینه راغوښتې ده.

اسرائیلو د مارچ په میاشت کې په غزه کې خپل بریدونه بیا پیل کړل، وروسته له هغه چې د امریکا په ملاتړ اوربند چې دوه میاشتې جګړه یې درولې وه، په یو اړخیز ډول مات کړ.

د امنیت کابینې د دوشنبې په ورځ د غزې لپاره د مرستو د وېش یوه نوې طرحه هم منظوره کړه، د اسرائیلو د یونیټ خبري ویب پاڼې راپور ورکړ، خو لا معلومه نه ده چې مرستې به کله غزې ته پرېښودل شي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په غزه کې د دې طبي خدمات د اسرائیلو د بندیزونو او روانې وژنې له امله د سخت کمښت سره مخ دي.

دې ادارې په ایکس کې وویل: "نږدې یو پر درېیمه برخه اړینې مرستې ختمې شوې دي او بله برخه په راتلونکو دوو میاشتو کې د ختمېدو په حال کې ده."

دې ادارې خبرداری ورکړ چې د دې روغتیايي خدمات د دوامداره محاصرې او بمبارۍ په ترڅ کې په جدي توګه د سرچینو له کمښت سره مخ دي. سره له دې بحران، UNRWA په غزه کې د روغتیايي خدماتو یو مخکښ چمتو کوونکی پاتې دی.

وپلټۍ
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
اسرائيلو په غزه کې د اوربند په وروستیو سرغړونو کې درې فلسطینیان ووژل
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی
د اسرائيلو پوځ  په طولکرم او نور شمس کمپونو کې خپل پوځي بریدونه او اشغال د جولای تر پایه وغځاوه
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله
تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله
د حماس ځواکونو د غزې د هغې 'جنایتکارې ډلې' ۳۲ غړي وژلي چې د مرستندویه توکو په غلا کې یې لاس درلود
د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ
د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې  تازه بریدونه کړي
ټرمپ: حماس او اسرائیل د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې