د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان په دې لیدنه کې وویل، چې دوی چمتو دي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو د مخنیوي د دوام لپاره جوړ شوي میکانیزم سره مرسته او همکاري وکړي.

By
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه. / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان په دې لیدنه کې وویل، چې دوی چمتو دي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو د مخنیوي د دوام لپاره جوړ شوي میکانیزم سره مرسته او همکاري وکړي.

اردوغان څرګنده کړه چې دوی د تورکیې او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي، او په راتلونکي کې به د پورته کېدونکو ګامونو له لارې هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې همکاري نوره هم زیاته کړي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې وویل، چې دوی چمتو دي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو د مخنیوي د دوام لپاره جوړ شوي میکانیزم سره مرسته او همکاري وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه  اړیکو ریاست له خوا د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د "سولې او امنیت نړیوال فورم" په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د ولسمشر اردوغان د لیدنې په اړه یوه اعلامیه خپره شوه.

د دې اعلامیې له مخې، په یاده لیدنه کې د تورکیې  او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان په دې لیدنه کې څرګنده کړه چې دوی د تورکیې  او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي، او په راتلونکي کې به د پورته کېدونکو ګامونو له لارې هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې همکاري نوره هم زیاته کړي.

اردوغان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند پر غځېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې تورکیه هم چمتو ده چې د نښتو د مخنیوي د دوام لپاره جوړ شوي میکانیزم سره مرسته وکړي.