منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اسرائیل او مراکش په نیویارک کې د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو او په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د سفیر ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو وروسته په خپلو هیوادونو کې د سفارتونو  په پرانستلو هوکړه وکړه.
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اسرائیل - مراکش

دواړو هیوادونو په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړیتوب د ابراهیم تړون د یوې برخې په توګه رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې، چې له مخې یې څو عربي هیوادونو له اسرائیل سره اړیکې عادي کړې.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د غونډې په جریان کې، د اسرائیلو او مراکش استازو د دوه اړخیزو اقداماتو لپاره خپلې ژمنې بیا تایید کړې، په شمول د "دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول، د سفارتونو تر کچې د دوی اړوند ډیپلوماتیک ماموریتونه لوړول، او د سفیرانو ټاکل".

د دیپلوماتیکو اړیکو لوړول

د دریو هیوادونو په استازیتوب په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د ماموریت لخوا خپره شوې ګډه اعلامیه تاییدوي چې "د مراکش او اسرائیل ترمنځ د بشپړو ډیپلوماټیکو، سوله ییزو او دوستانه اړیکو رامینځته کول د دواړو هیوادونو په ګټه دي او د سولې له بهیر سره به مرسته وکړي."

هیڅ یوه بیان د سفارتونو د پرانستلو لپاره ځانګړی مهال ویش نه دی وړاندې کړی.

اسرائیلو مخکې د ۲۰۲۲ کال په جون کې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر یایر لاپید لخوا مراکش ته د رسمي سفر په جریان کې ورته ژمنه کړې وه.

د دواړو حکومتونو چارواکو د چهارشنبې د ورځې له خبرو اترو وروسته تایید کړه چې د کال تر پایه پورې به د اقتصادي تړونونو لړۍ وروستۍ شي.

د اسرائیلو په بیان کې زیاته شوې چې "د دواړو هیوادونو ترمنځ به د لوړې کچې متقابل لیدنې په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي."

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.