تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا استازی وایي 'د تورکیې هوایي شرکت او بوینګ ترمنځ معامله بشپړه شوه'
ټام بارک د اردوغان او ټرمپ تر لیدنې وروسته دغه هوکړه تایید کړه، خو تورکیې هوايي شرکت وايي چې لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د امریکا استازی وایي 'د تورکیې هوایي شرکت او بوینګ ترمنځ معامله بشپړه شوه'
د امریکا استازی وایي 'د تورکیې هوایي شرکت او بوینګ ترمنځ معامله بشپړه شوه' / Reuters

د امریکا استازی وايي 'د ترکیش ایرلاینز او بوینګ ترمنځ معامله بشپړه شوه.`
ټام بارک د اردوغان او ټرمپ تر لیدنې وروسته دغه هوکړه تایید کړه، خو تورکیې هوايي شرکت وايي چې لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

تورکیې لپاره د امریکا استازي وویل، د ترکیش ایرلاینز له خوا د بوینګ الوتکو د پېرودلو معامله "بشپړه شوې ده". دا خبره د امریکا د الوتکو جوړوونکي شرکت او د تورکیې د ملي هوايي شرکت ترمنځ د یوې احتمالي لویې معاملې پخلی کوي.

ټام بارک د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا معامله بشپړه شوې ده، وویل: "معامله بشپړه شوه"، خو هغه نور جزئیات ورنکړل.

د هغه دا څرګندونې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له یوې لیدنې وروسته وشوې.

د تورکیې د ملي هوايي چلند شرکت ترکیش ایرلاینز تېره اونۍ ویلي و، چې د یوه احتمالي فرمایش په اړه له بوینګ سره یې خبرې روانې دي.

د ترکیش ایرلاینز د اړیکو لوړپوړي مرستیال، یحیی اوستون، بیا وویل"دا هغه موضوع ده چې موږ له ډېرې مودې راهیسې له بوینګ سره پرې خبرې کوو، خو تر اوسه کومه قطعي پرېکړه نه ده شوې."

بوینګ شرکت د بارک د څرګندونو په اړه په عام ډول څه نه دي ویلي، او ترکیش ایرلاینز هم تر اوسه کومه نوې اعلامیه نه ده خپره کړې.

د تورکيې د هوايي شرکتونو د پراختیا تګلاره

دغه هوايي شرکت او بوینګ تېر کال د څلورو ۷۷۷ باروړونکو الوتکو د فرمایش په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي و، ترڅو د هوايي کارګو په نړیوال بازار کې خپل موقف پیاوړی کړي.

دا هوکړه د ترکیش ایرلاینز د پراختیا د تګلارې یوه برخه وه، چې پکې د خپلو پراخېدونکو منزلونو شبکې ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره د بار او مسافرو د ظرفیت لوړول شامل دي.

یوه بل تورکي هوايي شرکت، پیګاسس، هم تېر کال د ۲۰۰ بوینګ الوتکو فرمایش اعلان کړ، چې دا د امریکا دغه تولیدوونکي شرکت ته د تورکیې د بازار اهمیت په ګوته کوي.

بوینګ شرکت له خپل اروپايي سیال ایربس سره د روانې سیالۍ په ترڅ کې د نویو قراردادونو د ترلاسه کولو هڅې کوي.

د تورکیې د هوايي چلند مخ پر وده سکتور – چې د استانبول هوايي ډګر یې د یوه لوی نړیوال مرکز په توګه کار کوي – د دواړو شرکتونو لپاره د پاملرنې په مرکز بدل شوی دی.

که څه هم د بارک تایید د یوې بشپړې شوې هوکړې نښه ښکارېده، خو د جزئیاتو نشتوالي د فرمایش د اندازې او د سپارلو د مهالوېش په اړه ناڅرګندتیا رامنځته کړې ده.

د صنعت شنونکي وايي چې له بوینګ سره د ترکیش ایرلاینز په هرې نوې معامله کې کېدای شي د اوږد واټن مسافر وړونکې جټ الوتکې او همدارنګه د مخ پر زیاتېدونکې غوښتنې د پوره کولو لپاره اضافي باروړونکې الوتکې شاملې وي.

د اردوغان او ټرمپ ترمنځ په لیدنه کې پر پراخو اقتصادي او امنیتي مسایلو هم خبرې وشوې، خو هېڅ یوه مشر په ښکاره توګه د بوینګ د خبرو یادونه ونه کړه.

خو د بارک له خوا د دې معاملې تایید، د امریکا او تورکیې اړیکو او د هوايي چلند نړیوال بازار دواړو لپاره د دې معاملې احتمالي اهمیت روښانه کړ.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل
د تورکیې د وسله‌والو ځواکونو او د سوریې د پوځ په همکارۍ د فرات سیند پر سر یو پل جوړ شو
ولسمشر اردوغان به د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون وکړي
د تورکیې ملي دفاع وزارت د ابو ظهور په هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید ارزونه وکړه:
د جرمني لومړي وزیر میرز، د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر بن ګویر په کلکه وغانده
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
څنګه تورکیې په ۲۵ کلونو کې خپل دفاعي صنعت بدل کړ؟
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان : د مکې تړون؛ ډله ییزه دفاع خو پرته له کوم هدف یا دښمنه
د مکې تړون ولې مهم دی؟
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"